Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غزې پر تړانګه د اسرائیلي ځواکونو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي

Palestinians gather around the remains of a mosque destroyed in Israeli strikes, as the conflict between Israel and Palestinian Islamist group Hamas continues, in the northern Gaza Strip October 22, 2023. REUTERS/Anas al-Shareef

د غزې پر تړانګه د اسرائیلي ځواکونو تازه بریدونو کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/25

د روانې اکتوبر میاشتې پر ۷ مه پر اسرائیل د حماس ډلې له مرګوني او ویجاړونکي برید وروسته د دوه اونیو په تېرېدو لا هم پر غزې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونه دوام لري.

 د دې بریدونو په لړ کې تازه د اسرائیلو له خوا ۸۳۶ فلسطینان وژل شوي چې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې ۴۳۶ اوسیدونکو ژوند له لاسه ورکړی  دی.

 ملګري ملتونه او په غزه کې خیریه بنسټونو ویلي، د غزې خلک د بشري مرستو له سخت کموالي سره مخ دي ، اوبه ، خواړه او درمل په کافي اندازه نه پیدا کېږي.

  چین او روسیې په یو ګډه ناسته کې وړاندیز کړی دی چې د بشري ناورین مخنیوي په موخه باید د اوربند لپاره جدي هڅې وشي.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي:« موږ له عربي هېوادونو او مصر سره مرسته کوو ترڅو په غزه کې بشري ناورین پای ته ورسیږي او موږ مصر هڅوو او ملاتړ یې کوو چې په بشري مرستو کې مخکښ دی.»

پر غزې د اسرائیلو خونړیو هوایي بریدونو او په غزه کې بشري ناورین د اسلامي ‌هېوادونو غبرګونونه راپارولي او پر فلسطیني مسلمانانو روان جنګ یې بشري جنایت بللی دی

 د ایران بهرنیو چارو وزیر حسن امیر عبداللهیان له یوې ایراني رسنۍ سره مرکه کې د اسرائیلو له خوا پیل شوی جنګ غزه کې نسل وژنه بللې او ویلي یې دي چې دوام به یې ترخې پایلې ولري.

هغه زیاته کړې:« اوس سیمه له باروتو ډکه بوشکه ده،  پر غزه جنګ ، نسل وژنه او په زور د غزې خلکو بې ځایه کول  د صهیونیستانو  او د هغوی د ملاتړو او جنګ غوښتونکو د ګټو پر وړاندې جدي او ترخې پایلې لرلی شي.»

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلو له لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره په لېدنه کې پر بشري خوندیتابه ټینګار کړی دی.

بایډن زیاته کړې:«  امریکا د غزې له اوسېدونکو سره ولاړه ده او ژمنه کوي چې د اوبو ،خوړو او درملو په رسولو کې به مرسته وکړي.»

د غزې په شمالي او جنوبي برخه د اسرائیلو هوايي بریدونه ډېر شوي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې شاوخوا ۸۵۰ فلسطینیان یې  وژلي.

 ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې ۱۴ لارۍ بشري مرسته د رفح پولې له لارې غزې ته ولطږدوله او  په غزه کې روغتیايي او خیریه بنسټونه دا مرسته کمه بللې  او د زیاتو مرستو غوښتنه یې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist