Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لویدیځ هېوادونو مشران: اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري

د لویدیځ هېوادونو مشران: اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/24

د امریکا، کانادا، جرمني، برېټانیا، فرانسې، ایټالیا مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د حماس له لوري د نیولو شویو دوو امریکايي اتباعو له خوشې کېدو هرکلی کړی او یو ځل بیا یې له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

خبرپاڼه کې د امريکا او لوېدیځو هېوادونو د مشرانو یو ځل بیا د جګړه ییزو قوانینو د مراعت کولو غوښتنه  کړې.

د خبرپاڼې یوه برخه:« مشرانو له اسرائیلو د ملاتړ او پر دې چې دغه هېواد له ځانه د دفاع حق لري؛ ټینګار وکړ. دغه راز یې په روانه جګړه کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو د مراعت کولو غوښتنه وکړه.»

خو بل پلو بیا د فلسطین لومړي وزیر محمد شتایه بیا پر غزې د اسرائیلي ځواکونو له لوري هوايي بمبارۍ او د زرګونه فلسطینیانو پر وژنې د لویدیځو هېوادونو چپ پاتې کېدل بشري جنایت او دا يې نورو ورته بریدونو ته د جواز ورکړه بللې.

شتایه په رام الله کې د سفیرانو او د بېلابېلو هېوادونو استازو په غونډه کې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د اسرائیلي اشغال پروړاندې متحده جبهه رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې:« له نړیوالې ټولنې او ټولو وروڼو هېوادونو غواړو، چې زموږ د خلکو پر وړاندې د روان یرغل، د غزې تړانګه کې د مېشتو وګړو د بې ځایه کولو او د اسرائیلو ځواکونو د ځمکني یرغل د مخنیوي او درېدا په موخه متحده جبهه اېجاد کړي او غزې ته د صحي او بشري مرستو د لېږد په برخه کې پر اسرائیلو فشار زیات کړي.»

د منځني ختیځ لپاره د روسیې ځانګړي استازي میخایل بوګدانوف که څه هم د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د جګړې درېدا ته خوشبیني نه ښيي؛ خو له اسرائیلو غواړي چې د فلسطیني خاورې د لاندې کولو لړۍ ودروي.

هغه زیاتوي:« د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ جګړه نه شي درېدلی؛ خو د مېشتېدو په موخه د اسرائیلو له لوري د فلسطیني خاورې نیول باید ودرول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې شاخواو څلور سوه ملکي فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

له دې سره د اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو په بریدنو کې ۴۶۵۱ کسان وژل شوي چې زیاته  برخه یې ښځې او ماشومان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist