Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسپانیا د اسرائیلو لومړی وزیر غزې تړانګه کې پر جنګي جنایت تورن کړ

اسپانیا د اسرائیلو لومړی وزیر غزې تړانګه کې پر جنګي جنایت تورن کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/18

۱۱ ورځې کیږي چې د اسرائیلو لخوا پر غزې تړانګه سخت خونړي او ویجاړونکي بریدونه او بمبارۍ دوام لري چې زرګونه فلسطینیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې .

دغه بریدونه اسرائیلي پوځ د لومړي وزیر په امر پيل کړي او دغه راز په غزې تړانګه اوبه، خوراکي توکي او برېښنا یې بنده کړې او دا پرېکړه جنګي جنایت او د بشري حقونو نقض بلل کیږي.

د اسپانیا ټولنیزو حقونو وزیرې ایوان بیلارا ویلي، د جرمونو نړیوله محکمه دې څېړنې وکړي او د اسرائیلو لومړی وزیر دې محاکمه کړي.

بیلارا زیاته کړې:« نن موږ غواړو دا غږ پورته کړو او وغندو چې اسرائیلو غزې تړانګه کې پلان شوې نسل وژنه پیل کړې، سلګونه  زرګونه خلک یې بې برېښنا، خوړو او اوبو پریښي او ملکي ځایونه بمبار کوي چې دا ټول یوه ګډه سزا ده. دوی نړیوال قانونو مات کړی او دا هر څه یې جنګي جرمونه دي. امریکا او اروپايي ټولنه اسرائیلو نور هم هڅوي چې دا د بشر حقونو نقض دی. په غزه کې د اسرائیلو جرمونه د منلو وړ نه دي، نو موږ د اسپانیا له دولت او د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړو چې دا جرمونه وڅیړي او نتنیاهو محکمې ته راکش کړي.»

بیلارا دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د اسرائیلو ملاتړ په موخه دغه هېواد ته ځي او د حماس ډلې له منځه وړلو پریکړې ملاتړ یې کړی دی.

بایډن زیاته کړې:« د چهارشنبې په ورځ به زه اسرائیلو ته سفر وکړم ترڅو د حماس د وحشیانه ترهګریزو بریدونو پر وړاندې خپل پیوستون اعلان په وړاندې یې ودریږم. له اسرائیلو به اردن ته سفر وکړم له مشرانو سره به وګورم او سختو بشري اړتیاوو ته  د رسیدګۍ ترڅنګ به دا روښانه کړم چې حماس د فلسطین د خپلواکۍ حق ته غاړه نه ایږدي.»

په ورته وخت کې اسرائیلو بیا ویلي، غزې تړانګه کې ځمکني عملیات ترسره کوي او د دې لپاره یې ۳۰۰ زره ځواکونه پولو کې ځای پر ځای کړي دي.

د اسرائیلو د دې خبر غبرګون کې بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي، اسرائیلو ته به اجازه ورنه کړل شي چې غزې ته ننوځي او ګواښ یې کړی که د غزې دفاع ونه شي نو جګړه به نورو سیمو ته هم وغځیږي.

هغه زیاته کړې:«  له حزب الله ډلې سره د ټولو احتمالي پریکړو او سناریوګانو واک شته. په طبیعي ډول د مقاومت مشران به صهیونیست رژیم ته اجازه ورنه کړي چې په غزه کې کوم اقدام وکړي او کله چې د غزې په اړه ډاډمن شي نو د مقاومت لپاره به نورو سیمو ته لاړ شي. که نن د غزې دفاع ونه کړو، سبا به دې اړشو چې د دې بمونو پر وړاندې خپل هېواد کې د ماشومانو دفاع وکړو.»

دا چې نورو هېوادونو ته د جګړې د غځیدو خطرونه زیات شوي، کریملین ماڼۍ بیا ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین، ایران او اسرائیلو د ولسمشرانو په ګډون د یو شمیر نورو هېوادونو له مشرانو سره تلیفوني خبرې کړې او د اوربند غوښتنه یې کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist