Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

ډاڼ ورځپاڼه: پاکستان وروستیو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/04

له تیرو څو لسیزو راهېسې پاکستان د پیسو نړیوال صندق او نړیوال بانک یو ستر پیرودونکی او پور اخېستونکی پاتې شوی دی.

دا چې یاد هېواد د بودیجې د تمویل لپاره کافي مالیه نه لري، د ټیټو تولیداتو له امله له سخت خنډ  سره مخ او د صادارتو لپاره د کافي پیسو پیدا کولو توان نه لري نو یو ځل بیا یې په اقتصادي وضعیت سخته اندېښنه ښودل شوې.

د یاد  هېواد ډان ورځ پاڼې یوه راپور کې ویلي، پاکستان د پيسو د پړسوب او اسعارو د ټیټ نرخ ترڅنګ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د کورنیو تولیداتو پر ځای چې د ستونزو اصلي حل لار کیدای شي په بهرنیو پورونو تکیه زیاته شوې.

د راپور یوه برخه:« پاکستان د پيسو د پړسوب، ستر مالي کسر، د صنعتي او زراعتي تولیداتو له ټیټې کچې او د اسعارو د ضعیف نرخ په ګډون له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د پاکستان انحصار او د خپلو څو بهرنیو ملګرو او نړیوالو پور ورکوونکو په نغدي پیسو تکیه مخ په زیاتیدو ده.»

راپور کې ویل شوي، لا هم د بهرنیو پورونو ترلاسه کولو لپاره هڅې کیږي خو اصل کې دا پورونه اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای بلکې ستونزې لا زیاتوي او له خلکو سره د مرستې او کار پیدا کولو لپاره اقتصادي ظرفیت له منځه وړي.

د راپور یوه برخه:« بهرنۍ ډالري کڅوړې او قرضونه په هېڅ ډول نه شي کولی د بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو ځای ونیسي او د اوس لپاره د څو اړخیز اقتصادي بحران لپاره چټکه حل لاره هم شتون نه لري. د پورونو زیاتوالی نه یوازې دا چې حکومت له خپلو پورونو ورکولو غورځوي بلکې د انفلاسیون ځپلو خلکو سره د مرستې او د کار پیدا کولو لپاره د اقتصاد ودې ظرفیت هم له منځه وړي.»

دغه راپور داسې مهال خپور شوی چې څو ورځې وړاندې نړیوال بانک هم د پاکستان اقتصادي وضعیت بحراني بللی و او ویلي دي چې ۴۰ سلنه نفوس یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ډېری کسان د سیاسونو د شخصي ګټو ښکار شوي دي.  

نړیوال باند دې راپور کې ویلي چې د پاکستان دولت باید د روښانه راتلونکي لپاره خپله تګلاره او پریکړې بدلې کړي.

د نړیوال بانک راپور یوه برخه:« پاکستان له یوه ستر کړکیچ او بحران سره مخ دی. حکومت باید د هغو ۴۰ سلنه نفوس سره چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د پوځي او  سیاسي مشرانو او سوداګرو د  شخصي ګټو ښکار شوي مرسته وکړي او یا د یوې روښانه راتلونکې لپاره خپلې پریکړې بدلې کړي.»

که څه هم د پاکستان د حکومت په اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کیږي، خو لا هم د پورونو په لټه کې دي او داسې راپورونه خپاره شوي چې پاکستان د امریکا په امر د پیسو له نړیوال صندق څخه د پور تر لاسه کولو په موخه په اوکراین د ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې پلورلې خو د یاد هېواد دبهرنیو چارو  وزارت د وسلو پلور په تړاو راپورونه رد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist