Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې په اتو قضيو کې د عمران خان ضمانت منظور کړ

عمران خان زندانونو کې د تحريک انصاف ګوند ښځينه غړو د جنسي ځورولو ادعا کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/30

په پاکستان کې د سياسي ناورين پر دوام سره د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان ادعا کړې، چې د نوموړي پر مشرۍ د تحريک انصاف ګوند هغه ښځينه غړي په زندانونو کې جنسي ځورول شوي، چې د تېرو لاريونو پرمهال د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوي دي.


خان ویلي، په زندانونو کې د ښځينه فعالانو د يادو جنسي ځورونو په تړاو يې کره اسناد او شواهد ترلاسه کړي اوپه خبره یېپر جنسي ځورونې سربېره د تحريک انصاف پر يادو ښځينه فعالانو فشار راوړل کېږي، چې له سياست لرې او خپلو حقونو په اړه غږ پورته نه کړي.

خان زیاته کړې:« اوس داسې اطلاعات په تېزۍ سره ترلاسه کيږي، چې په زندانونو کې د ځينو ښځو په جنسي توګه ځورولو سره د هغوی د ځورولو لړۍ اوس هم روانه ده»


په پاکستان کې د بشري حقونو د موضوع له مطرح کېدو سره داسې انګېرل کېږي، چې دغلته روان سياسي ناورين له امله د بشري حقونو نقض زيات شوی او له همدې کبله يادې مسلې ته د يو شمېر نړيوالو بنسټونو پام ور اوښتی.


د بشري حقونو نړيوال بنست عمومي منشي جوم داګال په پاکستان کې د بشري حقونو وضعيت په اړه د اندېښنې ښودلو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې ياد وضعيت ته دې د پای ټکی کېښودل شي.

هغه زیاته کړې:« د پاکستان په زندانونو کې د تحريک انصاف ګوند سوله‌ييزو او بې ګناه ښځينه فعالانو په اړه اندېښمن يم. د پاکستان پر حکومت غږ کوم، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او نيول شوې فعالانې ژر تر ژره له زندانونو خوشې کړي.»


 د سیاسي چارو شنونکي هم په پاکستان د بشري حقونو د نقض دوام اندېښمنوونکی بولي او زياتوي، چې د ياد وضعيت دوام کولی شي، پر پاکستان په نړيواله کچه بې باوري رامنځته کړي.


دوی زياتوي، پر پاکستان د بې باورۍ زياتېدو په صورت کې له دې هېواد سره د نړيوالو همکارۍ کمېږي او بلاخره به دا هېواد د يوه ناسم راتلونکي پر لور سوق شي.


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان هلته د سياسي ناورين مهارولو په موخه له حکومت سره د خبرو وړانديز کړی او په همدې موخه یې يوه ۷ کسيزه کمېټه هم ګومارلې ده.


خو  حکومت نوموړي ته د رد ځواب ورکړی او ان د لومړي وزير شهباز شريف د کابينې ځينو غړو ويلي، د خبرو په اړه د عمران خان وړانديز پر ځواب نه ارزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist