Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان تحریک انصاف ګونډ: حکومتي چارواکي پر ښځو جنسي تېری د وسلې په توګه کاروي

د پاکستان تحریک انصاف ګونډ: حکومتي چارواکي پر ښځو جنسي تېری د وسلې په توګه کاروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/29

 د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان پر مشرۍ تحريک انصاف ګوند خبرداری ورکړی دی، چې پاکستان د نجونو او ښځو لپاره خوندي هېواد نه دی.

یاد ګوند پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې  د شواهد له مخې، د پي.ډي.ایم پر مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت په موجوديت کې، ښځې او نجونې نه دي خوندي او زياته کړې يې ده،چې د ياد حکومت وزيران د ښځو  اواز چپ کولو په موخه پر دوی جنسي تېری د وسلې په توګه کاروي.

یاد ګوند زیاته کړې:« د شواهدو له مخې، د پاکستان ډيموکراټيک غورځنګ پر مشرۍ د حکومت تر چتر لاندې زموږ لوڼې او خوندې نه دي خوندي. د حکومت وزيران پر ښځو جنسي تېری د دوی هغه اواز چپ کولو لپاره د وسلې په توګه کاروي، چې د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه يې پورته کوي.»


له دې تورونو ور اخوا عمران خان بيا د پاکستان له ایتلافي حکومت سره د مذاکراتو په موخه ۷ کسيزه کمېټه اعلان کړې ده.

په دې کمېټه کې د شاه محمود قرېشي، اسد قيصر او  د پرویز خټک په شمول د تحريک انصاف ګوند کليدي غړي شامل دي.


خو د پاکستان د مسليم ‌ليګ ‌ن ګوند مشر نواز شريف بيا د خپل ګوند له ادرسه چې د ایتلافي حکومت مشري کوي، له عمران خان سره مذاکرات رد کړي او د نوموړي ګوند یې ترهګره ډله بللې ده.

نواز شريف زیاته کړې:« له ترهګرې هغې ډلې سره مذاکرات نه کوو، چې د شهيدانو يادښتونه يې تخريب کړل او هېواد يې پر اور کېناوه.»


د پاکستان کابينې او د نواز شريف د ګوند غړي خواجه ساد رفيقي هم د عمران خان وړانديز ته ورته ځواب ويلی دی.

هغه زیاته کړې:« عمران خان د خبرو لپاره کمېټه جوړې کړې، خو څوک ورسره خبرې کوي؟ هېڅوک. اوس داسې شرايط دي،چې خبرې په کې نه شي کېدای.»


په پاکستان کې دې سياسي تقابل ته په پام سره يو شمېر هغه شنونکي،چې دغه وضعيت له نږدې څاري، پاکستان د پاڼ پر سر ولاړ بولي او زياتوي، چې روان سياسي ناورين يې د بقا لپاره لوی ګواښ دی.


دامهال که څه هم د عمران خان له ګوند څخه د پاکستان د پوځ په اشارې په ورځنۍ ډول مطرح کسان استعفاوې کوي، خو نوموړی د خپل ګوند ناسم راتلونکي ته په پام له حکومت سره د مذاکراتو په هڅه کې دی.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist