Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې په اتو قضيو کې د عمران خان ضمانت منظور کړ

د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې په اتو قضيو کې د عمران خان ضمانت منظور کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/24

د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې په اتو هغو قضيو کې د دې هېواد مخکيني لومړي وزير عمران خان ضمانت د جون تر ۸ مې منظور کړ، چې نوموړی په کې له ترهګرۍ سره پر همکارۍ او مالي فساد تورن دی.

عمران خان محکمې ته له تګ وړاندې د خپل ګوند تحريک انصاف له لوري په رابلل شوي ټويټري بحث کې وېره ښودلې وه،چې ښايي اسلام‌اباد کې محکمې ته د حاضرېدو پرمهال ونيول شي.


نوموړي په دې بحث کې له خپلو پلويانو وغوښتل،چې سوله‌ييز پاتې شي او د نيول کېدو په صورت کې دې په سوله‌‌ييزه توګه لاريونونه وکړي.

خان زیاته کړې:«سوله‌ييز لاريونونه د خلکو اساسي حق دی او څوک يې ان د پوځ عمومي قوماندانۍ مخې ته هم مخنيوی نه شي کولی. زه له خلکو غواړم، چې سوله‌يیز واوسي. که تاوتريخوالی وکړي، نو حکومت دا فرصت ترلاسه کوي،چې خلک وځپي.»


د نوموړي له دې څرګندونو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امريکا مخکيني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز سختې نيوکې کړي دي.

خلیلزاد ويلي، د پوځ لوی درستز عاصم منير د وروستيو لاريونونو په ترڅ کې د اوښتي زيان له امله په نظامي محکمو کې د عامو خلکو په محاکمه کولو سره، لا هم ډيموکراټيکې سرې کرښې تر پښو لاندې کوي.

دغه راز خلیل زاد د پاکستان له قانون پوهانو غوښتنه کړې،چې د عاصم منير د ورته اقداماتو پر وړاندې په درېدو سره ځان ثابت کړي.

هغه زیاته کړې:« که د پاکستان د پوځ لوی درستز دا ناقانونه ګام پورته کړي، دا به بل هغه دليل  وي، چې ولې عاصم منير د پوځ مشرۍ او د مهم هېواد په برخليک کې د حساس رول لوبولو ته وړ کس نه دی؟ زما د مالوماتو له مخې، اوسنی پارلمان د تحريک انصاف ګوند د غړو استعفاوو له امله قانوني نه دی. زه د پاکستان قانون پوهان رابولم، چې خپل ځان ثابت کړي.»


په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د پاکستان پوځ او عمران خان ترمنځ تقابل په لوړ حد کې بولي او زياتوي، چې تر دې مهاله د پاکستان سياسي بحران نه دی مهار شوی.

ځيني نور  بيا د عمران خان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منير ترمنځ جنجال انفرادي بولي او زياتوي،چې د دوی دواړو ترمنځ د تقابل دغه وروستی حد په پاکستان کې سياسي ناورين خطرناک او ژورولی شي.


د پاکستان مخکېني لومړي وزير ادعا کړې،چې روان سياسي ناورين د نوموړي پر وړاندې د پوځ او شهباز شريف پر مشرۍ د ملکي حکومت ګډه دسيسه ده.

 د سياسي ناورين ترڅنګ په پاکستان کې اقتصادي ناورين هم په هم‌مهاله توګه شدت پيدا کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist