Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرچینه: پاکستان کې د سياسي ناورین زیاتېدو سره پوځ کې اختلافات رامنځته شوي

سرچینه: پاکستان کې د سياسي ناورین زیاتېدو سره پوځ کې اختلافات رامنځته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/15

په پاکستان کې د مخکيني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو سره، دغلته سياسي ناورین تر دې حده پراخ شوی، چې اغېزې يې د پوځ تر هستې رسېدلي دي.

شمشاد ټلوېزيون ته په پاکستان کې يوې سرچينې په پوځ کې تازه رامنځته شوي اختلافونه تائید کړي او زیاتوي،چې د پنجاب، سيند او خيبر پښتونخوا د قول اردو قوماندانان د پوځ متقاعد جنرال فېض حميد ته وفادار کسان دي او خپله فېض حمید بیا په لوړه کچه د عمران خان پلوی دی.


د سرچينې د مالوماتو له مخې،د يادو قومندانانو اختلاف د پوځ له لوی درستز عاصم منير سره پر دې دی، چې په ملکي سياست کې د پوځ کړنې سم نه دي او دا کار وضعیت بحراني کوي.

د سرچينې په خبره، تر دې مهاله ۲۵۰۰ پوځيانو، چې له ډلې يې ۲۰۰ تنه لوړپوړي افسران دي، په پوځ کې د موجوده اختلافونو له امله له دندو استعفاوې کړي. په دې مستعفي افسرانو کې تر ډېره سيندي او پښتانه افسران شامل دي.


د پاکستان په پوځ کې د درز رامنځته کېدو بحث تر دې حده ګرم دی، چې پاکستاني خبريالان او د خواله رسنيو کاروونکو پر تبصرو سربېره، خپله پوځ ته له منسوبو ادرسونو هم د يادو اختلافونو د مهوه کولو هڅې کېږي.


د پوځ وياند احمد شريف چودري هم له یوه خصوصي ټلوېزيون سره مرکه کې دغه اختلافونه تشې اوازې بللي او زياته کړې يې ده،چې د پوځ رهبري متحده ده.

د بحران په دوام سره مخکېني لومړي وزیر عمران خان په اسلام‌اباد کې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې،چې د بې عدالتۍ خلاف اعتراض وکړي.

 نوموړي د پنجاب په شمول د پاکستان په نورو سیمو کې هم د مې په ۱۷مه د ورته اعتراضونو د کولو غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د وروستيو لاريونونو په نتيجه کې د اوښتي زيان څېړلو په موخه کمېټه ګومارلې، خو عمران خان ویلي،چې د يادو زيانونو په اړولو کې يې د پلويانو نه، بلکې د نورو رقيبو ګوندونو لاس دی.

خان زیاته کړې:« زه د دولتي ودانيو د سوځولو او پر ځوانو لاریون کوونکو د مخامخ ډزو کولو په اړه د خپلواکو او بشپړو څېړنو غوښتنه کوم. زه له قاضي‌القضات عمر عطاء بندیال غواړم،چې د دې کار لپاره په خپلې مشرۍ یو پلاوی وګوماري.»


په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا امنيتي ځواکونو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې د لاریونونو پرمهال زیان اړوونکي کسان ونيسي.

شریف زیاته کړې:« د  قانون پلي کوونکو ته مې ۷۲ ساعته مهلت ورکړی،څو ټول هغه کسان ونيسي چې د دولتي او خصوصي شتمنيو په ثبوتاژولو، لوټلو او اورلګولو کې يې لاس درلود او يا يې هم يادو کارونو ته خلک هڅولي دي.»


بل خوا د جمعيت علماء اسلامي ګوند مشر  فضل الرحمن،چې د پاکستان په ایتلافي حکومت کې د شريک ګوندونو د اتحاد مشري هم کوي، له خپلو پلويانو غوښتي دي،چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاريون وکړي او محکمه اړه کړي، چې د عمران خان د خلاصون په اړه کړې پرېکړه بېرته واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist