Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان ملي امنیت شورا د ترهګرۍ پر وړاندې د هر اړخیزو عملیاتو پيلولو خبر ورکړی

د پاکستان ملي امنیت شورا د ترهګرۍ پر وړاندې د هر اړخیزو عملیاتو پيلولو خبر ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/08

د پاکستان د ملي امنيت شورا د دې هېواد د لومړي وزیر شهباز شريف پر مشرۍ پرون ناسته  ترسره کړې ده.

 په ناسته کې د کورنيو او بهرنيو  چارو وزیرانو په ګډون د پوځ مشر او د کابینې غړو هم ګډون کړی وو.

د پاکستان ملي امنیت شورا له دې ناستې وروسته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې  د دې شورا په ۴۱ تمه ناسته پريکړه شوې، چې په دې هېواد کې به د ترهګرۍ او وسله والو ډلو پر وړاندې هر اړخيزوعمليات پیلوي.

د خبرپاڼې یوه برخه :« په ناسته کې هوکړه وشوه، چې په ګډه همغږۍ د ټول هېواد پر کچه پراخ هر اړخیز عملیات پیل کړو،ترڅو ټوله خاوره د ترهګرو له شتون او خطره پاکه کړو.»

خبرپاڼه کې ویل شوي،چې  له پاکستانه د ترهګرۍ د ټولو بڼو د له منځه وړلو په موخه په دې عملياتو کې به په سياسي، سفارتي، اقتصادي او ټولنيزه کچه اقدامات شامل وي.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي،چې په دې ناسته کې د عملياتو لپاره یوه لوړپوړې کمېټې ته  دنده ورکړل شوې، چې د دوو اونیو په اوږدو کې د عملیاتو د تطبیق کړنلاره جوړه او عملي کړي.

همدارز په خپره شوې خبرپاڼه کې نيوکه  شوې،چې په افغانستان فعالو ترهګريزو ډلو د دې هېواد امنيت ننګولی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:«افغانستان کې د فعالو وسله والو سازمانونو له خوا د مرستې په پایله کې، په پاکستان کې بې ثباتي زياته شوې ده او دا ثبات د بې شمیره قربانيو په پایله کې رامنځته شوی دی.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې او ادعاوې ردوي او زیاتوي،چې پاکستان له لسيزو راهيسې د ترهګريزو ډلو د روزنې او تمويل ستر مرکز پاتې شوی دی.

دوی د پاکستان امنيت شورا  پريکړه په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو د مدني حرکتونو پر وړاندې پلان جوړونه بولي.

تر اوسه پورې اسلامي امارت د پاکستانې چارواکو وروستيو څرګندونو ته غبرګون نه ښودلي،خو وړاندې يې ډاډ ښودلی دی،چې په هېواد کې هېڅ داسې ترهګريزي ډلې شتون نه لري،چې د سيمي او ګاونډيو هېوادونو امنيت وننګوي او دغه راز يې خبرداری ورکړی وو،چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړی،چې پر افغانستان تیری وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist