Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوریه: دمشق کې د ټکنالوژۍ نندارتون پیل شوی دی

سوریه: دمشق کې د ټکنالوژۍ نندارتون پیل شوی دی

admin by admin
2021/06/22

 د سوریې په  پلازمېنه دمشق ښار کې د ټکنالوژۍ نندارتون اووم پړاو پيل شوی،چې له ۳۰۰ زیاتو کورنیو او نړیوالو شرکتونو په کې ګډون کړی او خپل توکي یې په کې نندارې ته اېښي دي.

 د یاد نندارتون یو شمېر نړیوال ګډونوال شرکتونه وايي، دا یو ښه فرصت  دی، ترڅو له ځايي شرکتونو سره خپلې تجربې شریکې  او د سوریې بازار کې ځای پیدا کړي.

سوریې د نندارتونونو او کنفرانسونو متحد ګروپ مشر هلال وايي:« د ډیجېټلي بدلون پروژه په ۲۰۰۸م کال کې پیل شوې وه،خو بیا د جنګ له مله ودرېدله. اوس مهال موږ دا پروژه بیا پیل کړې، ځکه چې جنګ په کمېدو دی. بندیزونو د رغون پروسه کمزورې کړې ده،خو سوري وګړي د وطن جوړولو وړتیا لري. موږ هڅېدلي یو  او پوهېږو،چې سخت کار کولائ شي،چې د تېرو لسو کالونو ویجاړۍ بیا ورغوي.»

یو شمېر ځايي شرکتونه وايي،  د سوریې بازار ته د زیاتو نړیوالو شرکتونو لار موندنه به د دې هېواد د اقتصادي بیا رغون له چټکتیا سره مرسته وکړي.

د سوریې اقتصاد اوس مهال د لسیزې اوږدې کورنۍ جګړې او د امریکا بندیزونو تر څنګ له کورونا وبا هم سخت رنځېږي.

اوس مهال په دې هېواد کې امنیتي حالت یو څه بېرته ښه شوی او ځايي سوداګریو له نویو ټکنالوژیو سره د  ځانونه عیارول پیل کړي دي.

د ځیرکو حل لارو له پاره د بي ای بنسټګرعزت السوس  وايي: « موږ تخنیکي حل لارو پسې پلټنې کوو، تر څو د ټولنې اړتېاوو ته رسېدنه وکړو. په دې کې زده کړې او د بازار حقایق شامل دي.»

په سوریه کې پر دې کچه د ټکنالوژۍ لوړ نندارتون پیل کېدل، د دې ښوونه کوي،چې دا هېواد له بندیزونو سره سره هم د پانګونې لپاره یو ښه ځای دی او اقتصاد یې د بیا رغون پر لور روان دی.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist