Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/23

د اپرېل ۲۱مه د نوښت او ابتکار نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې په ټوله نړۍ کې د نویو فکرونو، تخلیقي نظریاتو او عملي بدلونونو ارزښت ته ځانګړې شوې.

افغانستان  هم داسې ځوان نسل لري چې د محدودو امکاناتو سربېره هڅه کوي د نوښت له لارې خپل مهارتونه وښيي، ترڅو د کار او تولید نوې لارې پرانیزي.

دا مهال یوازې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ګڼ ځوانان پر عملي زده کړو بوخت دي. د دوی له ډلې رحمت شاه په دې اداره کې د ښوونکي دنده لري. نوموړی د نوښت او ابتکار له لارې په دې بریالی شوی چې د چرګانو روزنې لپاره د چرګوړو تولیدولو ماشینونه جوړ کړي.

نوموړی وایي، د دې وسایلو جوړول یې په ساده امکاناتو پیل کړل، خو په لومړیو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو او تخنیکي خنډونو سره مخ و.

د هغه په وینا، که څه هم امکانات محدود وو مګر د دوامداره هڅو او ابتکار له برکته یې وکولی شول خپلې موخې ترلاسه  او داسې ماشینونه جوړ کړي چې له هګیو څخه په منظم ډول چرګوړي تولید کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو  استاد  رحمت شاه نوري وايي: « ما ډېرې ستونزې لرلې؛ لومړۍ ستونزه مې اقتصادي وه او ورپسې مې د کورنۍ له خوا د مادي او معنوي ملاتړ په برخه کې هم ستونزې لرلې. کله چې د افغانستان د نوښتونو مرکز جوړ شو، زه او ډېر نور ځوانان دلته سره راټول شول او دا په خپله یو نوښت و. موږ له دولت غوښتنه کوو چې له موږ مالي او معنوي ملاتړ وکړي.»

رحمت شاه دغه راز وايي، که افغان ځوانانو ته زمینه برابره شي، دوی هم کولی شي د نوښت له لارې نه یوازې ځانته کار پیدا کړي بلکې د هېواد په اقتصادي وده کې هم اغېزمن رول ولوبوي.

د دې ترڅنګ، د جمشېد په نوم ځوان چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکز کې زده کړې کوي، د خپل نوښت له مخې یې ریموټ کنټرول موټر جوړ کړی.

هغه  د لږو امکاناتو پر بنسټ خپل تخنیکي مهارتونه ازمويي او له حکومت هم غواړي چې د نوموړي ملاتړ وکړي، ترڅو په لویه کچه د سترو ماشینونو او ټکنالوژۍ وسایل جوړ کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو دا محصل وايي: « موږ تېر کال یو ریموټ کنټرول موټر جوړ کړ. سره له دې چې زه او د افغانستان ډېری ځوانان اقتصادي ستونزې لرو، خو هڅه کوو د افغانستان لپاره داسې کارونه ترسره کړو چې خلکو ته د خدمت او سهولت سبب شي.»

بله خوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رسنیو برخې استازی وايي، دا مهال د دې ادارې په مرکزونو کې په ۹۴ بېلابېلو څانګو کې زرګونه ځوانان په عملي او نظري زده کړو بوخت دي.

سید صفي منصوري وايي،  په دې  زده کوونکو کې داسې ځوانان هم شته چې ښه استعدادونه لري  او په بېلابېلو برخو کې یې د پام وړ نوښتونه کړي. د هغه په خبره، زده کوونکو دا مهال ۳۹۸ تخنیکي پروژې تر کار لاندې  نیولې دي چې له ډلې یې ۸ پروژې بشپړې شوې هم دي.

د نوموړي په خبره، افغانستان کې نوښتګر ځونان زیات دي، خو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ډېری ځوانان خپل نوښتونه په عملي بڼه ونه شي ښودلی.

منصوري په دې اړه وايي: « موږ داسې ډېر ځوانان لرو چې نوي او خلاق فکرونه لري، خو هغه امکانات په واک کې نه لري چې وکولی شي خپلې پروژې پرې بشپړې کړي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې د نوښت مرکز جوړولو موخه هم دا ده چې دغه ځوانان جذب او ملاتړ یې وکړي. موږ دوی ته هر ډول امکانات په واک کې ورکوو، ترڅو خپلې پروژې او ابتکارات بشپړ کړي.»

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولان ټینګار کوي چې دوی تر خپله وسه هڅه کوي چې ځوانانو ته لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي، ترڅو د هغوی وړتیاوې لا وغوړېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025
«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو
ټکنالوژي

«اسانه درملنه» په نوم اپلکېشن فعال او د خلکو په واک کې ورکړل شو

اکتوبر 4, 2025
د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري
ټکنالوژي

د نوري فایبر پرېکول به پر ښوونیزو، روغتیايي، بانکي او سوداګریزو چارو دروند ناوړه اغېز ولري

سپتمبر 18, 2025
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

جولای 1, 2025

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist