Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین: شانګهای ښار کې د عمر خوړلو له پاره تمځایونو کې ډېجېټل سکرینونه لګول شوي.

چین: شانګهای ښار کې د عمر خوړلو له پاره تمځایونو کې ډېجېټل سکرینونه لګول شوي.

admin by admin
2021/06/19

شانګهای ښار تر اوسه پورې شااوخوا ۱۰ ډیجیټل سکرینونه  په بېلابېلو تمځایونو کې لګول شوي،چې له مخې یې عمر خوړلي کسان کولائ شي،پر یوه کلیک  ټکسي راوغواړي.

عمرخوړلي کسان وايې،وړاندې ورته د ټکسي نیول ډېر سخت ول، خو په خبره یې اوس د دې سکرینونو له لارې په اسانۍ سره کولائ شي، د ځان له پاره ټکسي ونېسي. 

د  شانګهای ښار اوسېدونکې  هو ژېفانګ وايي:« کله به چې زه بهر تللم،ترڅو خپل ملګري او ډاکټر وګورم. زه به اړه ومه،چې د سړک غاړې ته څېرمه ودرېږم او ټېکسي پیدا کړم.  کله کله به دا چاره هم ناکامه وه. له بل لوري له دومره لوړ عمر سره ما نه شو کولائ،چې پر ځیرک موبایل کار وکړم او یا په اسانۍ سره لیکل پرې وکړی شم.»

خو اوس بدلون راغلی او په شانګهای کې پر ځیرک سکرین باندې د ګوتې پر یوازې یو ځل کېکاږلو سره د شانګهای عمر خوړلي کسان  کولائ شي،چې د  ځان له پاره  ټکسي راوغواړي.

دا سکرینونه د ټکسي درېدلو مرکزونو کې لګېدلي،چې د خلکو څېره پېژني او ټېکسي ور ته راغواړي.

دا وسایل د شانګهای ټکسي نیولو شینچېنګ ټرېول پلاټفارم جوړ کړي او د شرکت مشر وايي، اوس عمر خوړلي له دې چوپړتېاوو په اسانۍ سره ګټنه کولائ شي.

د شېنچېنګ ټرېول عمومي مدیر یوان ډونګلیانګ وايي:« موږ پرمختللي سکرینونه جوړ کړي دي. د یوه سکرین سایز تر ۹۰ سانتي مترو پورې دی او د بل سکرین سایز یې بیا ۷۰ سانتي متره دی. دا سکریونونه په دېوال لګول شوي. د دې سکرینونو کارول ډېر اسانه دي. کاروونکي یې د مخ سکن کولو سره ټکسي نیولی شي. تر اوسه په ماشین کې د دوی د مخ مالومات نه ثبت کېږي. دوی د ټکسي نیولو له پاره خپله د موبایل شمېره دننه کوي.»

یاد شرکت وايې، سکرینونه یې هغو کسانو ته د ټکسي لومړیتوب ورکوي،چې عمرونه یې له ۶۰ کلونو پورته وي.

د شرکت مسوولین  وايې، پلان لري،چې په نږدې راتلونکې کې په سلو نورو تم ځایونو  کې هم ورته سکرینونه ځای پر ځای کړي.

د شانګهای ښاروالۍ سړک ټرانسپورټ ادارې د مسافرو ټرانسپورټ څانګې مرستیال مدیر وانګ یانجي وايي:« په ټولنه کې پر یو ځل کېکاږلو د ټکسي نیولو ماشینونو لګونه د عمر خوړلو کسانو سره مرسته کوي،چې د ډیجېټل ټکنالوژیو سره پر ستونزو برلاسي شي. دا له دوی سره مرسته کوي،چې له ټولینز پرمختګ او اسانتیاوو خوند واخلي.»

دا چاره وروسته له هغې ترسره کېږي، په وروستیو کې حکومت د عمر خوړلو  له پاره د چوپړتیاوو لاسرسي پراختیا غږونه وکړل.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist