Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو د جېش محمد ډلې مشر په تور لست کې شامل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/02

جېش محمد ډله په افغانستان کې دداعش په نوم فعالیت کوي.

ملګرو ملتونو د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

طالبان وایي، دغې ډلې له دوی سره په اوس وخت کې اړیکې نه درلودې او د فعالیت ساحه یې پاکستان کې ده.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وایي، خو استخباراتي مالومات ښیي چې دغه ډله افغانستان کې د داعش په نوم فعالیت کوي او جلب او جذب یې روان کړی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر چې په پاکستان کې اوسي، له القاعده شبکې او نورو نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو لرلو په تور په تور لېست کې داخل کړ.

له دې پرېکړې سره سم به د مسعود اظهر ملکیتونه ضبط شي، پر سفرونو به یې بندیز ولګېږي او د وسلې ګرځولو جواز به هم نشي اخیستلی.

په ټوله کې د مسعود اظهر له ور شاملېدو سره اوس د ملګرو ملتونو د نړیوالو ترهګرو په لېست کې ۴۲۲ کسانو نومونه شامل دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جیش محمد ډله له دوی سره هېڅ اړیکې نه لري او د هغوی د فعالیت ساحه په پاکستان کې ده.

مجاهد له شمشاد سره په خبرو کې ومنله چې د دوی د امارت په وخت کې دغې ډلې سره اړیکې درلودې، خو د وخت په تیریدو ختمې شوې.

که څه هم تر دې وړاندې چین درې ځله د ځینو تخنیکي ستونزو له امله مخالفت کړی چې جیش محمد ډله په تور لیست کې شامله نه شي، خو دا ځل چین هم د ملګرو ملتونو له دغې پرېکړې سره موافقه کړې ده.

هند هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې له دغې پریکړې هرکلی کړی او پاکستان ویلي، د ملګرو ملتونو له دې پرېکړې سره یې مخالفت نه دی کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولین په دې اړه د مالوماتو ورکولو ته حاضر نه دي او دا خپل مسوولیت نه بولي.

خو استخباراتي مالومات ښيي چې جیش محمد ډله په افغانستان کې فعاله ده، په څو بریدونو کې لاس لري او لا هم د داعش په نوم فعالیت، جلب او جذب کوي.

هند پر خپله خاوره د څو خونړیو بریدونو پړه هم پر جیش محمد ډلې اچولې او له ۲۰۱۶ کال راهیسې له ملګرو ملتونو غواړي چې نوموړی د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړي.

خو چین بیا په امنیت شورا کې د دې چارې مخنیوی کاوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist