Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

روسیه د توغندیو په نوي سیستم کار پیلوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/06

روسیې څو ورځې وړاندې د منځنۍ کچې اټومي توغندیو د توغنديو د ځنډ اعلان کړ.

روسیه له اټومي تړون د امریکا د وتلو په ځواب کې نوي توغندي چمتو کوي.

د روسیې د دفاع وزیر وايي، تر ۲۰۲۱ کال پورې به خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د توغندیو دوه نوي سیسټمونه جوړ کړي.

روسیه دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې څو ورځې وړاندې امریکا د منځنۍ کچې اټومي وسلو هوکړې سره پرېکون اعلان کړ.

روسیې دا اعلان ځکه وکړ چې امریکا له دې تړون د وتلو پلان نیولی او وايي د شپږ میاشتو په بهیر کې به په بشپړه توګه له دې تړون و وځي.

تازه د روسیې دفاع وزیر وایي، تر ۲۰۲۱ کال پورې به د توغندیو د دوو سیسټمونو د جوړولو له پاره خپلې هڅې ګړندې کړي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګیو داسې ویلي (( د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو په جریان کې به موږ د داسې سمندري مزایلو سېستم په جوړولو پیل وکړو، چې د لرې واټن کروز مزایل به هم په کې شامل وي، دې مزایلو ځان په سوریه کې ثابت کړی او ښه نتیجه یې ورکړې. په همدې دوره کې موږ اړتیا لرو، چې د ځمکې پر بنسټ د لرې واټن ویشتونکو هایپرسونېک مزایلو په جوړولو هم پیل وکړو.))

په ورته وخت کې سرګي تور پورې کړ، چې امریکا له پخوانۍ هوکړې سرغړونه کوله او داسې ځمکني توغندي یې چمتو کړي، چې تر ۵۰۰ کیلومتره پورې ګوزار کوي، چې د هوکړې له دایرې بهر واټن دی.

((د روسیې ولسمشر د دفاع وزارت ته دا دنده سپارلې چې له منځني واټن ویشتونکي توغندي له تړون د امریکا د وتلو په ځواب کې یو نوی عمل پلان وړاندې کړئ. موږ پلان وړاندې کړ او هغه منظور شو. ))

د ویلو ده، چې د منځنۍ واټن اتومي وسلو هوکړې یا ای این ایف له مخې دواړو هېوادونو اجازه نه درلوده، چې د منځني واټن توغندي وکاروي یا وده ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist