Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسراییلو ایران ته د بریدونو زیاتولو ګواښ وکړ

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/22

اسراييل به د ایران د ګواښونو له امله د هغوی پر پوځي اډو بریدونه زیات کړي.

د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، سوریه کې یې د ایران پر هغو پوځي اډو بریدونه کړي چې د اسراييلو پر خاورې یې ریدونه کړي وو.

نتنیاهو وايي، که اسراييلو ته ګواښ پیښیږي سوري حکومتي ځواکونه هم په نښه کېدای شي.

د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغې د زیاتو بریدونو خبرداری ورکړ چې د سوریې په دمشق کې یې پر ایراني پوځي اډو توغندیز بریدونه وکړل.

نتنیاهو ادعا لري چې د هغوی له بریدونو وړاندې یې ایراني ځواکونو پر خاوره بریدونه کړي وو.

د اسراييلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، ((وړمه شپه د اسراييلو هوايي ځواکونو سوریه کې د ایران پر پوځي اډو زورور بریدونه وکړل، دغه پوځي اډې مو ځکه نښه کړې چې  هغوی زموږ پر خاوره بریدونه کړي وو، موږ ته دا د منلو وړ نه ده چې زموږ پر خاوره بریدونه وشي.))

بنیامین نتنیاهو د تهران د هغو ګواښونو غندنه هم وکړه چې له بریدونو وروسته یې ویلي و چې اسراييل به د نړۍ له نقشې ورک کړي او ویجاړ به یې کړي.

نتنیاهو وايي، که سوري ځواکونه هم د اسراييلو خاورې ته زیان واوړي، دوی به سخت ځواب ورکړي.

اسراييلو تر دې وړاندې هم څو ځل  ‎پر سوریايي خاوره هوايي بریدونه کړي چې ځینې یې موخې ته رسیدلي او ځینې یې په هوا کې شنډ شوي دي.

د سوريې حکومت او ایران سربیره روسیې هم ملګروملتونو ته له دغو بریدونو شکایت کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist