Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یمن؛ حوثیانو د انتقالي حکومت غوښتنه وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/09

حوثیانو په یمن  کې د انتقالي حکومت غوښتنه وکړه.

د حوثي یاغیانو استازي چې د سولې په خبرو کې د ګډون په موخه سویډن ته تللي وايي، باید داسې حکومت جوړ شي چې ټول ګوندونه په کې برخه ولري.

هغوی په ورته وخت کې د یمن د نیمايي حکومت د ولسمشر الهادي منصور د لرې کیدو غوښتنه هم وکړه.

د سولې په تازه خبرو کې حوثیان په دغه هیواد کې د انتقالي حکومت غوښتونکي شول. 

حوثیان وايي، داسې حکومت باید جوړ شي چې ټول سیاسي ګوندونه پکې برخه ولري.

محمد عبدالسلام د سولې خبرو کې د حوثیانو استازی وویل، ((زموږ له لورې یوه سیاسي حل لار دا هم ده چې انتقالي حکومت جوړ شي. دا حکومت باید تر ټاکلي وخت پورې وي، دا حکومت یو ولسمشر ولري او په لاندې مواردو ولاړ وي، امنیت ولري، پوځي عملیات وشي، د ټول یمن واک ولري، هغه ستونزې حل کړي چې ناحل پاتې دي. ځکه تر دې وړاندې سیاسي حل موجود نه و.))

حوثیان د حدیده ښار لپاره هم اندیښمن دي او وايي، له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د حدیدې ښار کار هم یو طرفه کړي او خلک د لوږې له ستونزو وژغوري.

محمد عبدالسلام وویل، ((دلته زموږ یو ټیم له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې وضعیت ارام کړي، دا ټیم د عمومي حالت د تغییر هڅه کوي، خو د دوی لومړیتوب حدیده ده. دا هرڅه به موږ څنګه کوو،؟ موږ دا کارونه هغه وخت کولای شو چې هلته پوځي عملیات ختم شي، او پردۍ جګړه له دغې سیمې ووځي.))

 حوثیان د یمن حکومت د اوسني ولسمشر هادي المنصور د لرې کیدو غوښتنه هم کوي خو حکومتي استازي وايي، دا ستونزه د هغه په لرې کیدو نه حل کیږي.

د حوثیانو استازي دا خبرې وروسته له هغې کوي چې حکومت له دوی غوښتي و چې هوايي ډګر هغوی ته پریږدي خو حوثیانو ورسره و نه منله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist