Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یمن؛ حوثیانو د حکومت لومړۍ غوښتنه ونه منله

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/08

حوثیانو د یمن حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې صنعا هوايي ډګر هغوی ته وسپاري.

حوثیان وايي، صنعا هوايي ډګر دوی ته حیاتي ارزښت لري او له دې لارې خوراکي توکي او ناروغان او ټپیان د درملنې لپاره لیږدوي.

دواړو لورو د سولې دا خبرې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په سویډن کې پیل کړي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

حوثیانو تر اوسه په سویډن کې د سولې د روانو خبرو اترو غوښتنې نه دي منلي.

د یمن حکومت چې یوه برخه خاوره یې په لاس کې ده له حوثیانو غواړي چې د پلازمینې صنعا هوايي ډګر هغوی ته وسپاري.

د سولې په دې خبرو کې د حوثیانو استازی عبدالمالک الحوثي وايي، دوی دغه هوايي ډګر ته ډير اړتیا لري او چاته یې نشي سپارلی.

د حوثیانو استازی عبدالمالک الحوثي وویل، ((صنعا هوايي ډګر یو نړیوال هوايي ډګر دی او له ټولې نړۍ ورته پروازونه کیږي، یمن  داخلي پروازونو ته اړتیا نه لري، خو موږ نړیوالو پروازونو ته اړتیا لرو چې باید خپل ناروغان د درملنې لپاره واستوو او خوراکي توکي وارد کړو، هوايي ډګر یو مهم حیاتي ارزښت لري.))

حوثیان وايي، یمن یوې نوې ادارې ته اړتیا لري او پخوانی حکومت له پښو غورځیدلی دی.

عبدالمالک وویل، (( اوس دا موضوع نه ده، حالاتو تغییر کړی، موږ د یمن حکومت د ماتې شاهدان یو، د یمن حکومت ړنګ شوی دی، پوځ یې ویشل شوی، ټول بنسټونه ویشل شوي دي.))

د سولې دغه خبرې د روانې ډسمبر په شپږمه نیټه پیل شوي او د ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

صنعا هوايي ډګر اوس مهال د حوثیانو په ولکه کې دی خو هوايي چلند یې د سعودي ایتلافي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist