Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عمران خان: پاکستان به د ډالرو کمښت سره مخ نه شي

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/01

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ډاډ  ورکړ چې پاکستان به د ډالرو له کمښت سره مخ نشي.

پاکستان کې د کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړیدو سوداګرو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.

سوداګر وايي، په امریکا کې د پیسو د نړیوال صندوق یا آی اېم اېف له امله د ډالرو بیه لوړه شوې خو د پاکستان مالیې وزارت دا ادعا ردوي.

پاکستان کې د ډالرو د بیې لوړېدو د دغه هیواد اقتصادي بازارونه او سوداګر اندیښمن کړې دي.

پاکستاني سوداګر د ډالرو د لوړیدو تور د پیسو پر نړیوال صندوق پورې کوي ځکه امریکا ورته د اقتصادي بندیزونو ګواښ کړی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر دا ادعا ردوي او وايي، پاکستان کې د ډالرو د بیې لوړیدل د پیسو د نړیوال صندوق سره د کړي تړون پورې هیڅ تړاو نه لري.

د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر وویل،        ((د ډالرو اوسنی قیمت د پیسو د نړیوال صندوق سره زموږ د مذاکراتو پورې تړاو نه لري. ما واوریدل چې چا په تلویزیون کې و ویل چې دا د پیسو د نړیوال صندوق پورې اړه لري خو دا زموږ د هغوی د تړون پورې نه ده.))

اسد عمر زیاتوي چې دا مصنوعي پالیسي ده او تر ډيره به پاتې نشي او کلدارې به بیرته پخوانۍ بیه راخپله کړي.

اخوا د پاکستان لومړی وزیر عمران خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د ډالرو له کمښت سره به مخ نشي او دا ستونزه د اندیښنې وړ نه ده.

عمران خان وویل، ((هغه خلک چې اندیښنه لري، زه غواړم هغوی ته ووایم چې د ډالرو په اړه انديښنه مه کوئ. که خدای وغوښتل زموږ  روپۍ به بیا قوي شي. پاکستان به د ډالرو له کمښت سره مخ نشي.))

تیره شپه د یوه ډالر بیه ۱۳۴ کلدارې تخمین شوې وه خو تیره ورځ دا بیه تر ۱۴۳او ان تر ۱۵۰ پورې پورته شوې وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist