Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له اروپايي ټولنې د بريټانیا جلا کېدو ته کم وخت پاتې

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/19

د بریټانیا او اروپايي ټولنې د جلا کیدو ورځې را لنډې شوې دي.

د بریټانیا لومړۍ وزیره وايي، راتلونکې اوه ورځې د اروپا او بریټانیا د تاریخ تر ټولو سختې ورځې دي.

په ورته وخت کې د بریټانیا اپوزیسیون اوس هم ټینګار کوي چې باید دویمه ټولپوښتنه وشي چې د بریټانیا د راتلونکې په ګټه وي.

بریټانیا د خپل مهال ویش مطابق له اروپايي ټولنې د وتلو په هڅه کې ده.

د بریټانیا لومړۍ وزیره ټریزا می وايي راتلونکې اوه ورځې یې د تاریخ تر ټولو له کړکیچ او بحران ډکې ورځې دي. ټریزا می غواړي ددې بیلتون ټول رسمي کارونه پر ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.

د بریټانیا لومړۍ وزیرې ټریزا می داسې ویلي (( زه فکر کوم چې دا د هیواد په کچه تر ټولو مهم کار دی. راتلونکې ۷ ورځې زموږ لپاره ډیرې مهمې او له بحران ډکې دي. دا ددې هیواد د راتلونکې په اړه دي. له دې سره د خلکو دندې او ژوند تړلی دی. دا زموږ د ماشومانو او لمسیو د راتلونکي موضوع ده.))

بل لور ته د بریکسېټ د بهیر پخوانی وزیر وايي د لومړۍ وزیرې د دریځ ملاتړ کوي خو باید یو لړ بدلونونه رامنځ ته شي.

د بریکسېټ د بهیر پخواني وزیر ډومېنېک راب داسې ویلي ((  ما ته تر ټولو لومړی ویل شوي وو چې له اروپايي ټولنې او مایکل برنییر سره خالي پاڼې لاسلیک کړم خو اوس ددې لومړۍ وزیرې ملاتړ کوم، هغې ته بریا غواړم، خو زه فکر کوم چې په دې بهیر کې لږ بدلونونه راشي، که نه موږ به په راتلونکي کې ډیر پښیمانه یو.))

ډومینیک راب په بشپړه توګه له بریکسېټ سره مخالفت نه کوي خو یو لړ ملاحظات لري. ټریزا می د هغه په ځواب کې وايي؛ د هیواد حالات له کړکیچ سره مخ دي او داسې وخت کې ستر بدلونونه د هغوی په ګټه نه دي. اخوا اپوزیسیون مشران اوس هم ټينګار کوي چې بریټانیا دې پدې پریکړه کې بیړه نه کوي او دویم ځل دې ټولپوښتنه وشي.

د بریټانیا د اپوزیسیون ډلې مشر جرمي کوربیین داسې ویلي (( موږ به و وايو چې موږ ددې تړون خلاف رای ورکوو، ځکه دا تړون زموږ له ګټو سره برابر نه دی. موږ فکر کوو چې په دې کې د هیواد ګټې هم خوندي نه دي. نو حکومت باید بیرته یو بحث ته ستون شي او په دې تړاو بیا خبرې وشي.))

له اروپايي ټولنې د بریټانیا د جلا کیدو د موضوع  له پیل راهېسې دوه کلونه پوره کیږي خو تر اوسه دا قضیه ګونګه ده او پلان دا دی چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پای بریټانیا په بشپړه توګه له اروپايي ټولنې و وځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist