Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا، د روسیې ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړه

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/27

امریکا، د روسیې ولسمشر ته د سفر بلنه ورکړه.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن په فرانسه کې د دواړو هیوادونو د مشرانو  ترمنځ د مذاکراتو د اجنډا په اړه هم خبرې وکړې.

امریکا پلان لري چې د ګورجستان د ۲۰۰۸ کال د جګړې پخاطر پر روسیې تازه بندیزونه ولګوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د روسیې تر اغیز لاندې هیواد؛ ګورجستان ته تللی.

جان بولټن تر دوه ورځې وړاندې پورې پر روسیې د بندیزونو په تړاو؛ وضاحت نه و ورکړی خو اوس یې تازه بندیزونو ته پلمه وموندله.

بولټن وايي، پر روسیې به د ۲۰۰۸  کال د ګورجستان د جګړې له امله بندیزونه ولګوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن وویل، ((په حقیقت کې موږ پر روسیې د بندیزونو په تړاو خبرې کوو، دا بندیزونه به د ۲۰۰۸ کال د ابخزیا جګړې له امله وي. موږ د تازه بندیزونو په خاطر یو شمیر نور دلایل هم لرو. د دې ترڅنګ به د امریکا او روسیې ولسمشرانو ترمنځ د ګورجستان په اړه هم خبرې وشي.))

بولټن زیاته کړه چې ټرمپ او پوتین به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۱مه نیټه په فرانسه کې سره وګوري.

هغه له روسي ولسمشر پوتین څخه غوښتنه وکړه چې واشنګټن ته ورشي.

جان بولټن وویل، ((موږ ولسمشر ولادیمیر پوتین واشنګټن ته راغوښتی، خو موږ یې د ټاکلي وخت او نېټې په اړه نه پوهیږو او نه مو تعیین کړی. موږ د روسیې او خپلې کابینې له وزیرانو سره په دې تړاو بحث کړی دی.))

بولټن وايي، پر روسیې د تازه بندیزونو موضوع لا وروستۍ شوې نه ده خو د دغو بندیزونو لپاره یو شمیر لاملونه موندل شوي دي.

روسیې تر اوسه واشنګټن ته د پوتین د بلنې او د امریکا له لوري پر دغه هیواد د بندیزونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist