Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جمال خاشقجي کورنۍ امریکا ته لاړه

ملګري ملتونه د جمال خاشقجي قضیه څېړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/16

اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه غواړي د عربي ژورنالیست قضیه په شفاف ډول وڅیړل شي.

ملګري ملتونه له ترکيې حکومت او سعودي عربستان غواړي چې په دې قضیه کې هر ډول مالومات ورسره وي باید له هغوی سره یې شریک کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي ته تللی چې د دغه هیواد له چارواکو سره په دې تړاو خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فیدريکا موګیرني وايي د اورپايي ټولنې ټول ۲۸ غړي د عربي ژورنالست د قضیې پایلو ته په تمه دي.

 فیدریکا موګیرني وايي اروپايي ټولنه چمتو ده چې په دې برخه کې له ترکي چارواکو سره همکاري وکړي.

د اورپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا موګیرني داسې وویل (( موږ ټول په دې حقیقت سره راټول یو چې دغه قضیه په شفاف ډول وڅیړل شي. موږ تمه لرو چې سعودي او ترکي چارواکي په دې تړاو څرګند دریځونه اعلان کړي. اروپايي ټولنه به د دغو څیړنو ملاتړ وکړي.))

موګیرني زیاته کړه چې په دې برخه کې د خپلو متحدو هیوادونو لکه امریکا هڅې هم د ستایلو وړ دي.
اخوا ملګرو ملتونو له ترکیې او سعودي غوښتي چې په دې قضیه کې څومره مالومات لري له دوی سره دې شریک کړي.

د ملګرو ملتونو کمیشنر روپيرټ کولوېل داسې ویلي (( د جمال خاشقجي د لادرکه کیدو نن دوه اونۍ بشپړې شوې، او نن د ملګرومتلونو کمیشنري له سعودي عربستان او ترکيې غواړي چې د قضیې په تړاو یې هرڅه موندلي وي له هغوی سره دې شریک کړي. او که امکان لري د هغه د وژل کیدو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه کړي.))

اخوا د سعوي پاچا سلمان تیره ورځ کورنیو څیړنو ته اجازه هم ورکړې ده.
بل لور ته ترکي چارواکو چې ددې قضیه لپاره یې په قونسلګرۍ کې ۹ ساعته پلټنه وکړه وايي شواهد ښيي چې خاشقجي د ودانۍ دننه وژل شوی او جسد یې بیا بل ځای ته لیږدول شوی دی.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د همدې قضیې په موخه سعودي عربستان ته تللی او د دغه هیواد له چارواکو سره یې کتلي خو د خپل سفر جزییات یې لا ندي وړاندې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist