Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پمپيو: واشنګټن له بیجینګ سره ښيې اړیکې غواړي

پمپيو: واشنګټن له بیجینګ سره ښيې اړیکې غواړي

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/08

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له شمالي کوریا وروسته چین ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له چین سره د ګڼو ترینګلتیاو سربیره دغه هیواد ته تللی دی.

ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له امریکا سره به په سمو لار ولاړ شي خو که امریکا له بندیزونو لاس واخلي.

په ورته وخت کې مایک پمپیو هم له چین شکایت وکړ چې د سوداګرۍ په برخه کې یې چلند اندیښمن کړي دي.

پمپیو بیجینګ کې له خپل چینايي سیال سره وکتل او د ګډو همکاریو او اړیکو په تړاو یې خبرې وکړې. پمپیو سره په دې سفر کې د لوړپوړو امریکايي چارواکو یو پلاوی هم ملګری دی. غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ايي له پمپیو وغوښتل چې له هغو حرکاتو دې لاس واخلي چې چین ته ترې زیان رسیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ايي داسې وویل (( لکه څرنګه چې تاسې ګورئ په دې وروستیو کې امریکا د چین د سوداګرۍ د زیانمن کولو هڅې پیل کړي دي او بل خوا یې د تایوان په موضوع کې هم لاسوهنه پیل کړې ده. له امریکا غواړو چې له بې بنسټه تورونو دې لاس واخلي او زموږ حقونه دې وپیژني. موږ غواړو چې دوه اړخیز باور پخپل حال پاتې شي.))

وانګ ايي زیاته کړه امریکا د ناوړه پوهاوي ښکار شوې ده او باید خپلې کړې تېروتنې بار بار تکرار نه کړي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم له چین شکایت وکړ چې لمسوونکو حرکاتو یې اندیښمن کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې وویل (( موږ هم د چین د حرکاتو په تړاو اندیښنه لرو، زه غواړم چې نن داسې فرصت ته لار برابره شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې بیرته ورغیږي. زموږ ترمنځ اړیکې  موږ ته ډیرې مهمې دي.))

پمپیو چین کې د شمالي کوریا له مشر سره د خپلو لیدنې په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په خبرو کې یې ډیر پرمختګ کړی دی.

پمپیو داسې مهال چین ته ځي چې سپینې ماڼۍ پر بیجینګ د شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت بندیزونه لګولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist