Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

امریکا له خپل قدرت څخه بده ګټه اخلي

shamshadnews by shamshadnews
2018/09/26

 د ایران ولسمشر حسن روحاني امریکا داسې حکومت یاد کړ چې خپله واکمني د زور په توګه کاروي.

د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې چې د نیلسن منډیلا د سولې غونډې په نوم نومولی شوه ایران او امریکا یو بل ته ډير ګواښونه وکړل.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي داسې هیوادونه هم  شته چې د خپلو شخصي ګټو لپاره نور وژني او له منځه یې وړي.

له دې سره ډونالډ ټرمپ ، ایران خپل لومړۍ شمیره دښمن وباله او و یې ویل  له خپلو منابعو غلطه استفاده کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني داسې وویل (( په خواشینۍ سره باید ووايم چې په نوې نړۍ کې هم داسې مشران شته چې فکر کوي د نژاد پرستۍ او افراطي نشنلیزم له لارې چې موږ ته د نازيانو دوره را یادوي، نور کمزوري کړي او پدې کار کې خپلې شخصي ګټې لټوي.))

حسن روحاني امریکا ته په اشارې سره وویل چې د خپلو ګټو لپاره نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.

هغه خبر داری ورکړ چې امریکا دې دا تصور پریږدي چې په دغو کارونو سره به خپلو موخو ته ورسیږي.

حسن روحاني زیاته کړه (( باید دا خیال له خپلو سرونو وباسو چې کولای شو د نورو سولې او امنیت ته په زیان رسولو سره ځان ته امنه ټولنه جوړه کړو. موږ ته باید دا فکر هم پیدا نشي چې نورو ته د ساختګي نا امنۍ په پیدا کولو سره له هغوی باج واخلو.))

اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غونډه کې د ایران پر حکومت مخامخ نیوکه وکړه، هغه یې خپل دښمن یاد کړ او زیاته یې کړه چې د ګاونډیو هیوادونو حاکمیت ته درناوی نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړه (( د ایران مشران بربادۍ او ویجاړۍ ته لار هواروي، هغوی خپلو ګاونډیو او سرحدونو ته هیڅ ډول درناوی نه لري. هغوی د خپل ځان د بډایه کولو لپاره خپلې طبیعي سرچینې له منځه یوړلې.))

اخوا ایران ادعا کوي چې د امریکا دریځ د دوی پر وړاندې له پیله غلط و او د همدغې دریځ له امله یې کړنې له ماتې سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist