Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره ګوري

ټرمپ یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر سره ګوري

shamshadnews by shamshadnews
2018/09/25

ټرمپ یو ځل بیا د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره ګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، کېم جونګ اون ورته لیک استولی چې غواړي له هغه سره بیا وګوري.

اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې د دې لیدنې لپاره چمتو والی نیسي، وايي یو مناسب وخت ته منتظر دي.

ډونالډ ټرمپ چې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه نیویارک ته روان و، رسنیو ته وویل چې ډیر ژر به د شمالي کوریا له مشر سره وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ((ښکاري چې موږ به په نږدې راتلونکي کې دویمه لیدنه هم ولرو. تاسې پوهیږئ؟ کېم جونګ اون ماته لیک استولی، ښکلی لیک، چې په کې لیکلي

یې دي چې یو ځل بیا ناسته غواړي. موږ په دې برخه کې تر دې دمه ډیر پرمختګ کړی او ژر به وګورو.))

ټرمپ زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دې اړه هڅې پیل کړي چې ژر دا لیدنه ترسره شي.

همدا راز پمپیو هم ټینګار وکړ چې هڅه کوي د دغې لیدنې لپاره یو مناسب وخت وټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، ((موږ په تمه یو چې یو مناسب وخت او مناسب حالت برابر شي خو ولسمشر ټرمپ په بشپړه توګه چمتو دی چې له کېم جونګ اون سره ژر وګوري.))

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو په راتلونکې کلنۍ غونډه کې هم د شمالي کوریا د اټومي تړون په تړاو خبرې وشي.

کېم جونګ اون تیره اونۍ د سویلي کوریا له ولسمشر مون جاین سره د لیدنې پر مهال هم له ټرمپ سره د بیا لیدنې خبر ورکړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist