Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سعودي ښځې د حکومت له پرېکړې خوشحاله دي

admin by admin
2017/09/30

د سعودي عربستان ښځې د موټر چلوونې په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه ستایي.
سعودي عربستان کې د ښځو تر څنګ نارینه وګړو هم دغه اقدام ستایلی او د ښځو لپاره د ورته نورو حقونو د ورکولو غوښتنه کوي

سعودي عربستان دوې ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه.
سعودي عربستان کې د ښځینه فعالانو له خوا له ۲۵ کلونو هڅو وروسته د دغه هېواد حکومت ښځو ته د موټرچلوونې اجازه ورکړه. اوس مهال دغه هېواد کې ښځې د حکومت له دغې پریکړې ستاینه او د دغه حق د تر لاسه کولو په تړاو له الله مننه کوي.

سعودي کې د ښځو فعاله تمادور الیامي داسې وویل (( له اوږدې مودې راهیسې د موټر چلونې غوښتنې کېدلې. دغه کمپاین  په ۱۹۹۰ کال کې د ۴۷ ښځو په مشرۍ پیل شو. خو اوس د الله شکر کوو، چې په دغو بریالیو اصلاحاتو سره  موږ د هغو غوښتنو پایله ګورو.))

د سعودي د شورا غړې کوثر داسې وویل (( د ځینو ډلو لپاره اندېښنې شته خو دغه اندېښنې یواځې له هغه څه په اړه وېره ده، چې د دوی لپاره نوي وي. دا طبیعي ده، هغه څه چې د یوې ټولنې لپاره نوي وي. نو هر نوی کار له ځان سره ویرې او اندېښنې هم رامنځ ته کوي.))

سعودي کې نه یواځې د حکومت له دغه اقدام ښځې هرکلی کوي بلکې سړي هم موټر چلوونه د ښځو حق بولي او د ورته نورو حقونو د ورکولو غوښتونکي دي.
د سعودي یو وګړي داسې وویل (( که زما په کورنۍ کې هم دوی د موټر چلوونې غوښتنه وکړي نو دا دوی حق دی او موږ یې مخنیوی نشو کولای. موږ له ښځو غواړو، چې د هېواد په پرمختیا کې ونډه واخلي نو باید دوی ته لارې چارې برابرې کړو.))

سعودي عربستان هغه هېواد دی، چې اسلام له دې ځایه ظهور کړی او په نړۍ کې یواځنی هېواد دی، چې پکې پر ښځینه موټر چلوونکو بندیز لګېدلی و. د سعوي د حکومت له خوا ښځو ته ددغه حق په ورکولو سره اوس ښځینه فعالانو ته دا هیلې هم پیدا شوې، چې د نورو حقونو لپاره به یې خپلې مبارزې او هڅې هم مثبې پایلې ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist