Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جرمني کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچوونه پیل شوه

admin by admin
2017/09/25

د دغو ټاکنو مخکښ ګوندونه د اوسنۍ لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ګوند او ښي اړخې ګوند دي.
په جرمني کې د پارلماني تاکنو له‌پاره رای اچونه پیل شوه ، ډیر اټکل دی چې انګیلا میرکل ګوند به ددغو ټاکنو ګټونکی شي او میرکل به بیرته په خپله څوکۍ پاتې شي.
په جرمني کې لسګونه کسان په ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه د رای اچونې مرکزونو ته تللي دي.
تر دې دمه د دغو ټاکنو مخکښ نوماندان د انګیلا میرکل ګوند او ښي اړخې ګوند دی چې په ډیر اټکل سره به میرکل دغه ټاکنې وګټي.
د ټاکنو ګډونوال وايي؛ ټاکنې د ډیموکراسۍ مهمه برخه ده چې د هیواد برخلیک پرې ټاکل کیږي او د دغو اصولو د پلي کولو لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي.
د جرمني اوسیدونکو داسې ویلي (( په جرمني کې ډیرو کارونو ته اړتیا ده چې ترسره شي. ډیری خلک شکایت کوي خو هیڅ کار نه کوي. ټاکنې د ډیموکراسۍ مهم اصل دی. دا هم مهمه ده چې خلک خپل غږ پورته کړي او خپل نظر وړاندې کړي او رای اچوونه غوره لار ده.))

(( دا ډیره مهمه ده چې رای ورکړل شي. دا د یو هیواد د اوسیدونکو دنده ده چې رای ورکړي. دا د بیان د ازادۍ پورې هم تړاو لري چې په هرو ۴ کلونو کې یوځل تجربه کیږي.))

((  زه فکر کوم چې دا یو ستر فرصت دی چې موږ رای ورکولای شو او د هیواد په کچه په پریکړو کې برخه اخیستلای شو. په دې توګه یو هیواد پرمختګ هم کوي. داسې زیات شمیر هیوادونه شته چې له دې فرصت څخه محروم دي.))

د جرمني په زیاتو ښارونو کې د ټاکنو لپاره کلک امنیت نیول شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي؛ یوازې په برلین کې د ټاکنو د امنیت په موخه ۱،۵۰۰ پولیس ګمارل شوي دي.
په اروپايي هیوادونو او په ځانګړې توګه په لندن کې وروستیو ترهګریزو بریدونو خلک اندیښمن کړي او په خاصو مراسمو کې له ډیر احتیاطه کار اخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist