Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: درې میلیونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

یونېسف: درې میلیونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق( یونېسف) وايي، درې میلیونه افغان ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

یونېسف د شاوخوا۸۵۰ زره ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ژوند ګواښوونکې بللې او وايي، باید ژر ترژه یې درملنه وشي.

یونېسف دغه راز ویلي، روان کال نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، چې نیمايي ماشومان دي.

یونېسف زیاتوي:« روان کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون وګړي، چې نیمایي یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. اټکل دی، چې په ۲۰۲۴ز کال کې نږدې ۲.۹ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي. له دې ډلې د۸۵۰ زره ماشومانو د خوارځواکۍ حالت ژوند ګواښوونکی دی او درملنې ته اړتیا لري.»

روغتیا وزارت د یونېسف له خوا د خپرو شویو شمېرو په تړاو څه نه وايي، خو زیاتوي، چې د کره والي په تړاو یې ارزونې کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي: « هغه شمېرې یوڅه ناسمې دي، چې د نړیوالو ادارو له خوا وړاندې کېږي او وايي سږ کال په افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان په شدیده خوار ځواکۍ اخته دي. د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي، چې د دغو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی او خدمات ورته ښه شوي دي. همدا اوس له درې زرو زیات سایټونه او مرکزونه فعال دي او په کې پر خوارځواکۍ اخته مېندو او ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کېږي.»

د دې ترڅنګ، یونېسف د اروپايي ټولنې د ۱۳ میلیونه یورو نوې مرستې خبر ورکړی او وايي، دغه مرسته به د ماشومانو د خوارځواکۍ پر درملنې او سیمه ییزو ټولګیو کې د ښوونې روزنې پر بهیر ولګول شي.

یونېسف زیاته کړې: په پام کې لري د اروپايي ټولنې په ۱۳ میلیونه یورو مرستې ۶۲زره کارتنه چمتو شوي درملیز خواړه برابر کړي او ۱۶۰۰ روغتیايي کارکوونکي به وروزي، ترڅو پر خوارځواکۍ اخته کوچنیو ماشومانو درملنه وکړي. همدارنګه یونېسف به د زدکړو په برخه کې د ابتدائیه دورې ۹۵۰۰ زده ‌کوونکو ته ۲۷۵ نوي سیمه ییز ټولګي پرانیزي.»

د دې ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د ماشومان ملاتړ صندوق په افغانستان کې تعلیمي او ښوونیزه برخه له بحران سره مخ بللې.

یونېسف په تېر زېږدیز کال ترسره کړو سروې ګانو له مخې ویلي، د ټول هېواد پر کچه نیمايي ماشومان دا مهال لومړنیو ښوونځیو ته له تللو پاتې دي.

بل پلو، د خوړو نړیول پروګرام وايي، افغان ښځې د نړیوالو مرستو د بندېدو له کبله تر ټولو لوړه بیه پرې کوي.

دغه یونېسف زیاتوي، له یو میلیون زیاتې مېندې او ماشومان تر دې وروسته په افغانستان کې د بودیجې د جدي کمښت له امله خوراکي مرستې نه شي ترلاسه کولی.

د سیاسي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که څه هم نړیوالو مرستو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له اقتصاد سره اوږه ورکړې او د افغانستان مالي نظام یې له رکود څخه ژغورلی، خوا دغه مرستې په یوازې ځان بسنه نه کوي او اړتیا ده، چې په نورو برخو کې له پراختیايي مرستو سره یوځای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د خوړو د نړیوال بحران په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړ او افغانستان یې د خوراکي توکو له اړخه د ۵۹ ناامنه هېوادونو له ډلې، له کانګو، نایجریا او سوډان وروسته په څلورم ځای کې درولی او وايي، وګړي یې له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

همدارنګه، یاد پروګرام څه باندې ۱۵ میلیونه افغانان د بشري مرستو وړ بولي او زیاتوي، چې ۳.۲ میلیونه افغان ماشومان، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، له شدیدې خوارځواکۍ ځورېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist