Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

یونیسف: ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/05

روانه اوونۍ د مور په شېدو د تغذیې له نړیوالې اوونۍ سره برابره ده. په همدې تړاو عامې روغتیا وزارت کې ناسته جوړه شوې او په کې د مور په شیدو د تغذیې پر اهمیت او ارزښت خبرې وشوې.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(یونیسف) استازي امیر حسین یارپرور جوړې شوې ناستې ته وویل، دا مهال ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان چې ډېره برخه یې له دوو کلونو کوچني ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي او یو لامل یې هم ماشوم ته د مور د شېدو نه ورکونه ده.

پرور په افغانستان کې ماشوم ته د مور د شېدو ورکولو کچه څه باندې ۶۳سلنه او همدا کچه په روغتيايي مرکزونو کې یوازې ۵۰ سلنه وګڼه.

هغه په دې اړه وايي: « سره له دې چې ۶۶ سلنه زیږون په روغتیايي مرکزونو کې کېږي، خو د زیږون پرمهال یوازې ۵۰ سلنه بلکې له۵۰ سلنو هم کمو ماشومانو ته د مور شېدې ورکول کېږي. دا د هغو فرصتونو څرګندونه کوي چې کولی شو له زيږون وړاندې مشورې، د زیږون پرمهال تخصصي ملاتړ، په ټولنه کې د پرله پسې تعقیب  لپاره ترې ښه ګټه واخلو. د مور شېدې له شپږو میاشتو بشپړې تغذیې وروسته تر ۲۳ میاشتو پورې اصلي خواړه دي. په افغانستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.»

بل پلو، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د زیږون له لومړي ساعته تر دوو کلونو پورې د مور له شېدو ګټنه د نس ناستي او د هډوکو کمزورتیا په څېر له وژونکو ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ، د ماشوم په فزیکي او ذهني وده کې مرسته کوي.

د دې وزارت چارواکي ماشوم ته د مور د شېدو ورکړه له بنسټیزو حقونو ګڼي او وايي، دا شېدې ماشوم  ته تر ټولو مغذي خوارکي توکي دي او د بدن معافیتي سیسټم په لوړولو کې د واکسین رول لوبوي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي: « کله چې یو ماشوم د لومړي ځل لپاره نړۍ ته سترګې پرانیزي، له هرڅه وړاندې د خپلې مور غېږ لمس کولو او شېدو ته اړتیا لري. دا شېدې د ژوند لومړنۍ غذا، لومړني درمل او لومړنی واکسین دی. دا شېدې له فطرت سره تړلې دي او د مور له بېساري مینې سره ګډې وي.»  

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، تر دې دمه په هېواد کې د شاوخوا ۲ میلیونه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او شاوخوا ۹۰۰ زره ځوارځواکو مېندو درملنه شوې.

په دې تړاو د عامې روغتيا وزارت په یوه اعلامیه کې د مور د شېدو ورکړه نه یوازې د ماشومان بلکې د مور لپاره هم د زیږون د درد په کمولو او د سینې سرطان په څېر د وژونکو ناروغیو په مخنیوي کې مهم بولي.

د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس حکمت الله معصومي وايي: « په حاده او متوسطه خوارځواکۍ د ۲میلیونه په شاوخوا کې له ۵ کالو کوچنيو اخته ماشومان درملنه شوې؛ دغه راز په حاده خوارځواکۍ د شاوخوا ۹۰۰ زره مېندو درملنه شوې.»    

دا داسې مهال ده چې د عامې روغتیا وزارت په ټولنه کې په دې اړه د عامه پوهاوي کچې لوړول مهم اصل ګڼي او په دې برخه کې د مسوولو ادارو، نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist