Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/08

سره له دې، چې نن  دوشنبه په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ملي کمپاین پیل کېږي، خو تازه د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوولینو د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیو دوو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی.

دې مرکز د یکشنبې پر ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې د یاد مرکز مشر کندهار ته سفر کړی او پر پولیو د تازه اخته شویو ماشومانو له کورنۍ سره یی خواخوږي څرګنده کړې.

یاد مرکز زیاته کړې: « د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالی کندهار ته د خپل سفر پرمهال پر پولیو ناروغۍ د اخته ماشوم له کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه د هغه کور ته ورغلی و او د اړوند کلي له خلکو یې وغوښتل، چې د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال خپل ماشومان واکسين کړي، څو د دې ناوړه ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.»

خو د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز دغه پوسټ له خپلې اېکس پاڼې پاک کړی.

په کندهار کې ځايي سرچينو هم ويلي، دواړه پېښې له دوو کلونو کم عمره ماشومانو کې لیدل شوې دي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت وايي، یاد مالومات ناسم دي او تر دې دمه د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

دې ته په پام ډاکټران وايي، کورنۍ بايد د عامه پوهاوي پر بېلابېلو لارو وهڅول شي، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي او په خبره يې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين په تطبيق کې غفلت کولی شي، چې ماشومان له دايمي معلوليت سره مخ کړي.

ډاکټر کمین ساپی وايي: « پولیو یا ګوزڼ یوه خطرناکه او مرګونې ناروغي ده چې اکثره وخت یې ابتدايي نښې‌نښانې دردونه، خستګي د عضلاتو دردونه، تبه او بیا وروسته د عضلاتو شخوالی او بیا د عضلاتو یا مفاصلو د فلج لامل ګرځي، چې دا  ناروغ او د ده کورنۍ له سختو ستونزو او خطرونو سره مخ کوي او ټولنه کې هم ستونزې زېږوي؛ نو له والدینو مو هیله دا ده چې د ګوزڼ واکسین په خپل وخت او خپله مرحله کې خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي، څو زموږ ګلالي ماشومان د دې ناروغۍ له خطر سره مخ نه شي.»

ډاکټر علي قمرزی وايي: « دا چې په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین لړۍ پیل شوې ده، نو له هېوادوالو مو هیله دا ده چې کله واکسیناتور ستاسې تر دروازې درځي نو هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپلو ټولو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ کم وي د پولیو واکسین تطبیق کړئ، د دې واکسین دوه څاڅکي ستاسې د ماشوم ژوند له خطره ژغوري. پولیو ویروس یوه خطرناکه ناروغي ده که خدای مه کړه ماشوم مو پرې اخته شو نو د تلپاتې معیوبیت او ان د مړینې لامل یې ګرځي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې د پولیو ناروغي مهار شوې؛ خو پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې له دې ناروغۍ سره مبارزه روانه ده.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر اساس، تېر کال په ټول هېواد کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او سږ کال هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist