Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د روغتیا نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د دوو رغنيزو پروژو چارې پیل شوې

کابل کې د روغتیا نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د دوو رغنيزو پروژو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/28

په کابل کې د عامي روغتیا وزارت، جایکا موسسې او روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ په ګډې همکارۍ د انتاني ملي تخصصي روغتون د تشخیصیه مرکز لپاره د ودانۍ او دغه راز په افغان جاپان روغتون کې د يوې ورته بل مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو عملي چارې پيل شوې.

د عامي روغتیا وزارت چاواکي وايي، دا پروژې د جایکا موسسې او روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کېږي او چارې به يې په درېيو میاشتو کې بشپړې شي.

دوی د پروژو اساسي موخه خلکو ته په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د اړینو اسانتیاوو برابرول يادوي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « نن چې د کومو دوو پروژو افتتاح وشوه، یوه یې د کابل په افغان جاپان روغتون کې او بله یې د کابل په انتاني روغتون کې ده. دغه دوه څانګې تشخیصیه څانګې دي چې په کې به دوه سي ټي سکن ماشینونه لګول کېږي او ترڅنګ به یې ډاپلر او الټراسونډ خدمتونه وړاندې شي. همدارنګه یو شمېر هغه تشخیصیه وسایل به هم چمتو شي چې په دې روغتونونو کې ورته اړتیا ده.»

د انتاني ملي تخصصي روغتون رییس د يادو پروژو له امله خوښ دی، خو په دې روغتونو کې د ځينو موجوده ستونزو يادونه هم کوي.

د انتاني ملي تخصصي روغتون رییس سپین ګل سبحاني ځدراڼ وايي: « زموږ یو اساسي مشکل د سټنډرډ جدي مراقبت (آی.سي.یو) نه لرل دی، د درملو او طبي تجهیزاتو لپاره د معیاري سټاک نه لرل مو بله ستونزه ده. د درملو د لابراتوار، لېجنټ او طبي تجهیزاتو کمښت هم زموږ ستونزې دي.»

د عامي روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وحدت الکوزی وايي: « اوسمهال په درېیو روغتونونو کې سي ټي سکنونه لرو، له دې سره به دوه نور هم زیات شي او ټول به پنځه سي ټي سکنونه شي.»

که څه هم په لرې پرتو سيمو او ان د ځينو ولایتونو په مرکزونو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله شکايت کوي، خو د عامې روغتيا وزارت خبر ورکوي چې د يادې ستونزې د هواري لپاره د اسلامي امارت رهبر د حکم پر بنسټ په ۳۱۸ ولسواليو کې معياري روغتونونه جوړېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي وايي: « امیرالمؤمنین د خپل خاص شفقت او مهربانۍ له مخې د کال په منځ کې موږ ته د دغو روغتونونو لپاره چې ۳۱۸ ولسوالیو کې به جوړېږي، بودیجه منظوره کړه.»

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال د کابل انتاني روغتون کې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ۲۰ نور بسترونه هم زیات شوي او په همدې موده کې د دغه روغتون عاجله څانګه او لابراتوار د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت، د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist