کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو د تولید دويم نندارتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو. ټاکل شوې دا نندارتون تر څلورو ورځو دوام وکړي او په کې به په کور دننه توليد شوي درمل نندارې اېښي وي.
چارواکي که څه هم د روغتيايي سکټور لپاره د حکومت د هڅو يادونه کوي، خو دا هم مني چې په پښو درولو لپاره يې لا ډېر کار ته اړتيا ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « له تجارانو او درمل پلورونکو څخه جدي غوښتنه کوم چې له احتکار څخه لاس واخلي او درمل دې په لوړه بیه نه پلوري. زموږ ولس ډېر مظلوم او غریب دی او هېڅکله باید ترې ناروا ګټه ونه شي. زه په دې برخه کې له مسوولو امارتي اداروو څخه هم په ټینګه غوښتنه کوم چې د دې ډول ناوړه اقداماتو مخه ونیسي.»
یو شمېر نور چارواکي د روغتيايي سکټور د پياوړتيا لپاره پر هڅو سربېره په کور دننه له کورنيو درملو کار اخستل هم مهم بولي او ډاډه دي چې د څارنې په پايله کې يې د يادو درملو لوړ کيفيت تثبيت کړی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « زموږ له هغو مختصصانو چې په نورو هېوادونو کې اوسېږي، زموږ هیله دا ده چې د افغانستان روغتیايي سکټور پياوړي کولو، د ناروغانو درملنې، ځوانو کدرونو روزنې او نوښتونو لېږدولو په برخو کې تر خپلې وسې همکاري وکړي.»
د عامې روغتیا وزارت د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ظاهرا يې اشاره پاکستان ده او وايي، پخوا له دې هېواد څخه ۶۰سلنه درمل واردېدل، خو اوس د درملو موجوده اړتيا تر ډېره په کور دننه توليد شویو درملو څخه پوره کوي.
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وايي: « له تاسو زموږ غوښتنه دا ده چې د بهرنیو درملو په ځای خپل کورني تولیدات تقویه کړئ او ګټه ترې واخلئ. دغه کار زموږ د اقتصادي ودې او له بهرني احتیاج څخه د خلاصون لپاره غوره لاره ده.»
پانګوال بیا غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د توليد زياتولو لپاره لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي او په اوس کې د ځمکو او برېښنا کمښت خپلې سترې ستونزې بولي.
د خصوصي روغتونونو ټولنې رییس عبیدالله مجددي وايي: « د عصري او معیاري روغتونونو جوړولو لپاره د مناسبو ساحو او ځمکو وېش ته اړتیا ده. محترمو مشرانو! تر اوسه له څو محدودو روغتونو پرته، بل هېڅ یوه شخصي روغتون ته ځمکه نه ده ورکړل شوې.»
د درملو د یوې تولیدي فابریکې مسوول ضیاالحق وزیري وايي: « د درملو په برخه کې هم ځینې ستونزې شته او موږ نه شو ویلای چې هېڅ ستونزه نه شته، خو بیا هم د دولت پاملرنې ته اړتیا ده؛ کړنلارې باید ساده شي او دغه راز په پرېکړو کې خنډونو او ځنډ سره مخامخ یو. مشرانو ژمنې کړې چې دا ستونزې به ډېر ژر حل شي.»
د روغتايي سکټور مسوولانو په خبره، له دې وړاندې ډېری ناروغان د درملنې په موخه له هېواده بهر تلل، خو په خبره يې اوس د ۹۹ سلنه ناروغانو درملنه په هېواد کې کېږي.
چارواکو بیا د بهرمېشتو سوداګرو ترڅنګ له ډاکټرانو هم غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته راستانه شي او خلکو ته خدمت وکړي.