Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې د ۵۰ میلیونه ډالرو پر ارزښت  د درملو ستره کارخونه جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/02

په کندهار ولایت کې د  یوه سهامي شرکت په مرسته، د ۷۱ پانګه والو د۵۰ میلیون ډالرو پر پانګونه جوړیږي چې تولیدات به یې د روغتیا نړیوال سازمان او جي ام پي شرکت پر معیار وي.

د یادې کارخونې مسوول حاجي محمد سعید صدیق  وايي،د کارخونې یوه برخه بشپړېدونکې د، چې پر یوه وخت به د اته سوه کارکوونکو پر مټ دوه میلیونه ټابلیټ یو میلیون کپسول او سل زره بوتله شربت جوړلو ظرفیت ولري.

د سعید په خبره په دوهم او درېیم پړاو کې به زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

صدیق زیاته کړه:«په دې کې به په مجموعه کې په لومړي سر کې په یوه شیفت کې ۸۰۰ کسان پر کار کیږي.موږ په یوه شیفت کې دوه میلیونه ټابلیټه،یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره  بوتله تولید ظرفیت لرو.  موږ کولای شو،انشاء الله ، د افغانستان هغه ضرورت چې پر یو اساس وخت کې د افغانستان ضرورت وي، موږ د افغانستان اړتیاوو  ته تر یو حده پورې لاس رسی لرو.» 

بل لورته  په هېواد کې د درملو پانګه وال له حکومته غواړي،چې د صنعت په برخه کې  ورته اسانتیاوې زیاتې کړ، چې پانګه وال خپلې پانګې بهر ته د اېستلو پر ځای په کوردننه مصرف کړي.

د درملو سوداګر عبدالطیف قیومي وايي:«که حکومت دا کولای شي،چې اول په صنعت کې انرژي ډېر مهمه ده او هر ولایت ته په غټو ولایتو کې د افغانستنان صنعتي پارکونه جوړ کړي.» 

د درملو یو بل سوداګرعبدالکریم هوتک وايي:« له دولته دا غوښتنه لرو،چې د صنعت لپاره یوه ښه طرحه او یو مشخص قانون جوړ کړي، تر څو دلته خلکو ته کار پیدا شي، د کار زمینه برابره شي او هېواد پر ځان بسیا شي.»

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین  بیا وايي، د ګاونډيو هېوادونو له لوري ځينې پانګه وال هڅول کیږي،چې خپلي پانګې له هېواده وباسي.

د دغې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي،حکومت باید پانګه والو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي او تولیداتو ته يې بازار پيدا کړي،چې هغوی دلته پانګونه وکړي.

انجینر عبدالباقي بینا زیاتوي:« زموږ ډېر پانګه وال، پانګه  انتقال کوي،هغه ترکیې ته ځي. دا زموږ ګاونډي هېوادونه، سره له  شوروي د جمهوریتونو ټول دوی ته وايي، تاسې راشئ، موږ هر څه چې تاسو وایئ، موږ هغه له تاسو سره کوو. ولې باید ووایو،چې زموږ د حکومت زموږ د حاکم چې اوسنی دی یا پخوانی دی،باید دا خلک په هر صورت په هروخت ډېر ونازوي، هغوی ته سهولتونه برابر کړي او هغو ته امتیازات ورکړي.» 

د سنو فارما کارخونې مسوولین ادعا کوي،چې د نورو هېوادونو د درملو پرتله به د دوی د درملو کیفیت ښه او بیه به يې هم ټیټه وي.

ډېری خلک اوس مهال شکایت کو، چې له بهره او په ځانګړې توګه له پاکستانه را واردېدونکي درمل بې کیفیته او بې اغېزې دي،چې د درملنې پر ځای روغتیا ته زیان رسوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist