Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې ناروغانو ته د کمپيوټري نسخو لیکولو بهیر پيل شو

هرات کې ناروغانو ته د کمپيوټري نسخو لیکولو بهیر پيل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

هرات کې د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او په دودیز ډول د نسخو لیکلو په ځای د کمپیوټري نسخو کارولو لړۍ پیل شوه.

مسوولین وایي، په لومړي پړاو کې یو شمېر لویو روغتونونو دغه سیسټم پلی کړی او ډېر ژر به د هرات ښار ټول ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه او د دې ولایت د ۱۹ ولسوالیو مرکزونه هم په دې سیسټم سمبال شي.

د هرات عامې روغتیا ریاست د نظارت او تفتیش آمریت غړی خان محمد تیموري وايي: « د قلمي او نه لوستل کېدونکو نسخو په اړه ګڼ شکایتونه موجود وو او له همدې امله د هرات عامې روغتیا ریاست دا پرېکړه وکړه، ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.»

بله خوا، روغتیاپالان هم دا اقدام ستايې او وايي، له دې سره به ناروغانو او د هغوی مل کسانو ته بېلا بېلې اسانتیاوې را منځته شي.
ډاکټر طوفان مهیمن وايي: « اوس دا کمپیوټري نسخې ډېرې ښې دي، ډاکټرانو، ناروغانو او درملتونونو ته ډېرې ګټې لري. په دې سره به ډاکټران، ناروغان او درمل پلورونکي ټول د ناسمو درملو د تجویز یا ورکړې له ستونزې څخه خلاص شي.»

همدارنګه د هرات اوسېدونکي وایي، د یوشمېر ډاکترانو له خوا په شفري ډول نسخو لیکلو د درملو پیدا کولو برخه کې ورته سرخوږی جوړ کړی وو، خو اوس تمه شته چې یادې ستونزې حل شي.

د هرات اوسېدونکی سید حامد وايي: « دا ډېر ښه کار وشو. اوس موږ کولی شو له هغه ځای یا درملتون څخه درمل واخلو چې زموږ خوښ وي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی خان آقا حنان وايي: « دا کار باید په ټولو روغتونونو او کلینیکونو کې جبري شي. که داسې وشي، خلک به کولی شي چې درمل په هر درملتون کې ترلاسه کړي.»

د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، دا مهال هرات ښار کې ۱۲۰۰ درملتونونه او۴۰ لوی روغتونونه فعالیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist