Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/03

هرات کې د هوا له ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ د زیاتېدو په حال کې دي.

د دې ولایت حوزوي روغتون مسوولین وایي، په ورځني ډول شاوخوا زر ماشومان  د همدې موسمي ناروغانو له امله روغتون ته مراجعه کوي.

د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې آمر میرویس عابدي وايي: « لکه څرنګه چې ما ارزونه وکړه او د تېرې ورځې راپورونه مې وکتل، تېره اوونۍ موږ ته له زرو تنو زیات ماشومان راغلي چې ډېری یې په فصلي ناروغیو اخته دي. په دغو ناروغانو کې یو شمېر په نس ناستي او ډېر یې په تنفسي ناروغیو اخته وو.»

عابدي د موسمي ناروغیو عمده لاملونه د چاپېریال ککړتیا، د فردي حفظ‌ الصحې نه مراعاتول او د روتا ویروس خپرېدل یادوي چې تر ډېره ماشومانو ترمنځ د نس ناستي، تبي او نورو ویروسي ناروغیو لامل کېږي.

عابدي په دې اړه وايي: « هوا اساسي رول لري او زه له ټولو کورنیو غوښتنه کوم چې د خپلو خونو هوا معتدله وساتي، ترڅو ویروسونو ته د رشد زمینه برابره نه شي. همدارنګه والدین باید د خپلو ماشومانو روغتیا او پاکۍ ساتنې ته پاملرنه وکړي. دغه راز، ماشومان باید له زیږون وروسته لومړنیو شپږو میاشتو کې د مور له شیدو تغذیه وکړي.»

بله خوا، د هرات اوسېدونکي د ماشومانو درملنې لپاره د امکاناتو کمښت او د پایوازانو لپاره د انتظار ځایونو له نه شتوالي شکایت کوي او د یادو ستونزو پر حل ټینګار کوي.

د عبدالعظیم په نوم پایواز وايي: « له ناروغانو سره راغلو کسانو ته هېڅ ډول مناسب ځای نه شته، څوک په دهلېزونو، څوک په چمن او برنډو کې پراته دي؛ دا خپله د ناروغیو خپرېدو سبب کېږي.»

د غلام سرور په نوم یو تن ناروغ لرونکی وايي: « هېڅ رسېدنه نه کېږي، نه ډاکټر شته او نه درمل. خپل ټیلیفون مې خرڅ کړ او ماشوم ته مې درمل پرې واخیستل.»

د هرات اوسېدونکی سینګن وايي: « روغتون کې د پایوازانو لپاره ځای نه شته او ټول په تکلیف دي. ډاکټران ښه چلن او خدمت کوي، خو درمل نه شته او موږ یې له بازار په بیه رانیسو. زموږ اقتصاد کمزوری دی او نه شو کولی دغه درمل په پیسو رانیسو.»

هرات کې سږ کال داسې مهال له موسمي ناروغیو شکایتونه زیات شوي چې روغتیا پالان وايي، د هوا په ګرمېدو سره مېکروبونه تر بل هر وخت ډېر فعالیت کوي.

 دوی د ورغتیا لپاره ټولو خلکو ته د حفظ الصحې  د مراعتولو سپارښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist