Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د سره صلیب اورتپیدي څانګه هره ورځ ۲۰ تنو ته خدمات وړاندې کوي

هرات کې د سره صلیب اورتپیدي څانګه هره ورځ ۲۰ تنو ته خدمات وړاندې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

۳۵ کلن جمعه‌خان ۱۴ کاله وړاندې د هرات غوریان ولسوالۍ په یوه عادي ورځ کې له کور وتلی و، ترڅو د واده د خوښۍ لپاره د دېګونو پخولو بوټي ټول کړي مګر د ژوند دغه عادي سفر یې یوې ناڅاپي پېښي بدل کړ. په دښته کې د خښ ماین چاودنې جمعه خان معیوب او نیمګړی کس وګرځاوه.

دی وایي، اوس هم د ۹ کسیزي کورنۍ ګټیالی دی چې په خبره يې فلزکاري، نلدواني او ځینې نور کسبونه يې هم زده دي، خو یاده برخه کې هېڅ امکانات نه لري.
معلول جمعه خان وايي: « معلولیت ډېرې ستونزې او کړاوونه لري. زه څلور کاله په ایران کې مهاجر وم او بیا یې افغانستان ته را واړولم. زه د کورنۍ سرپرست یم، خو چېرې چې ځم، د معلولیت له امله څوک کار نه راکوي.»

افغانستان کې نه یوازې نا چاودو توکو ډېر شمېر افغانان معلول کړي بلکې ټرافیکي پېښو او له لوړو ځایونو را لوېدو هم ګڼ شمېر وګړي معلول کړي دي.

هرات کې معلولان د دې مرکز چې په کې دوی ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي، هرکلي کوي او یاده برخه کې پر ډېر ملاتړ ټینګار لري.
معلول عبدالعلي وايي: « زما پښه د یوې ناروغۍ له امله پرې شوه. اوس یې راته دلته مصنوعي پښه ولګوله. زه له دې خدمت خوشاله یم.»

یو بل معلول کس عبدالواسع وايي: « زه ایران ته تللم چې په لارو مو موټر ټکر وکړ او زما ورمېږ مات شو. په لومړي سر کې مې حرکت نه شو کولی، خو دلته تر راتګ او درملنې وروسته اوس په چهارپایې باندې تللی شم.»

معلول شاه محمد وايي: « که دا پلاسټیکي قالب نه وي، زه په لارو نه شم تللی. زما دواړې پښې لنډې دي.»

بله خوا، هرات کې د سره صلیب‌ د ارتوپیدي مرکز مسوولین وایي، د تېرو شپږو میاشتو په موده کې يې له درې زرو زیات معلولینو ته د ارتوپیدي خدمتونه او د معلولینو بیارغونې فزیکي تمریناتو پروګرامونه وړاندې کړي دي.

خیرمحمد احمدزی هرات کې د سره صلیب ارتوپیدۍ مرکز فزیوتراپۍ څانګې مسوول وايي: « ټول هغه کسان چې له فزیکي پلوه یا په لارو تللو کې ستونزې ولري، موږ ورته کمکي وسیله جوړوو، ترڅو بېرته په پښو شي او خپلې ورځنۍ چارې سمبال کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله نه یوازې میلیونونه کسان وژل شوي بلکې زرګونه نور معلول شوي هم دي چې لا هم جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist