Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د پنځو نیمګړو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

ننګرهار کې د پنځو نیمګړو روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/10

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او څلورو ولسوالیو کې د هغو روغتیايي پروژو د بشپړولو چارې پیل شوې چې د مخکېني حکومت پر مهال نیمکړې پاتې وې.

د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغو پروژو کې د بټي کوټ، روداتو، حصارک او شیرزادو ولسوالیو روغتیايي مرکزونه او د عامې روغتیا ریاست د ودانۍ د پاتې ۲۰ سلنه د چارو بشپړول شامل دي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وايي:« په جمهوریت کې یې ۲۰ سلنه کار پاتې و  او ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی و. نو عملا په دې باندې کار شروع کوو، ۳۴ یا ۳۵ خونې لري، په دې کې بېلابېلې څانګې دي چې هغه نسايي ولادي څانګه ده، بستر ده، د ماشومانو څانګه ده، مختلفې څانګې په دې کې شاملې دي. انشاء الله دغه ولسونه به له دې ګټه اخلي.»

چارواکي دغه راز ډاډ  ورکوي چې نږدې وخت کې به د ختیځ روغتیايي کمپلکس پاتې کارونو د بشپړولو عملي کارونه هم پیل شي.

د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی وايي:« زموږ د صحت عامې ریاست رییس پر مشرۍ باندې او له مرکزه هم د مشرانو پر راتګ باندې به د مشرقي زون لپاره د زر بستر روغتون پرانیسته هم وشي. کارونه به یې شروع شي. تاسو عملا په ننګرهار کې لویې او کوچنۍ پروژې ګورئ چې شروع دي او ځینې یې د شروع کېدو په حال کې دي.»

ننګرهار مېشتي که له یوه لوري د دغه روغتیايي مرکزونو د چارو بشپړېدو ته خوښ دي، خو د روغتیايي پروسونل او درملو کمښت ستونزې ته په اشارې ټینګار کوي چې مسوولین باید دغې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

د بټي کوټ روغتیايي مرکز موظف ډاکټر افسر خان وايي:« انشاء الله په دې سره به زموږ ټولې ستونزې حل شي او پر دې باندې موږ ډېر خوشاله یو.»

د بټي کوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی مجیب الرحمان وايي:« امبولانسونه، درمل او پرسونل دا ټول باید په نظر کې ونیسي. د نفوس په اندزه دلته د خلکو اړتیا ډېره ده.»

ننګرهار کې د روغتیايي مرکزونو د نیمګړو چارو د بشپړولو کارونه داسې مهال پیل کېږي چې تر دې وړاندې د ننګرهار په پنځو نورو ولسوالیو کې د ولسوالۍ پر کچه د روغتونونو د جوړولو چارې هم عملا پیل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist