Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/01

پامیر حیواني روغتون چې د هېواد په کچه د څارویو د درملنې په موخه تازه پرانستل شو، مسوولین وايي پر جوړولو يې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

 په دې روغتیایي مرکز کې به د کورنیو او بهرنیو متخصصینو په مرسته، د څارویو ناروغۍ تشخیص، درملنه او نور خدمات وړاندې کیږي.

د څارویو درملنې مرکز مشر سید حشمت الله سادات وايي: « موږ د دې روغتون لپاره پنځوس میلیونه لومړنۍ پانګه په پام کې نیولې. له موږ سره ۳۰ تنه کورنۍ او بهرني متخصص ډاکټران په کار بوخت دي. موږ په پام کې لرو چې د خپل روغتون څانګې د هېواد په اوو زونونو کې هم پرانیزو.»

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین د څارویو درملنې لپاره د دې مجهز روغتون پرانسته د مالدارۍ په سکټور کې مهم ګام بولي او زیاتوي چې حکومت د خصوصي سکټور ملاتړ او پیاوړتیا ته ژمن دی.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار سعید وايي: « دا په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت او په عمومي توګه د ختیځ زون لپاره لوی زېری دی. موږ پر نورو پانګوالو هم غږ کوو چې راشي او د هېواد په داخل کې پانګونه وکړي. موږ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې پانګونې ته اړتیا لرو او په دې برخه کې له پانګونې ملاتړ کوو.»

بله خوا، د دې روغتون متخصصین وایي چې په دې مرکز کې به د څارویو لوی او کوچني عملیاتونه هم د پرمختللیو وسایلو پر مټ ترسره کېږي.

 د څارویو د درملنې مرکز متخصص ډاکټر سعید احمد وايي: « موږ په دې روغتون کې هم د څارویو او هم د چرګانو لپاره خدمات لرو. موږ د مالدارۍ په برخه کې د داخلې، جراحۍ او مصنوعي القاع خدمات لرو. دلته د شپې لپاره د څارویو پاتې کېدو انتظام هم شوی او که اړتیا شي، ساحې ته هم خپل ټیمونه استولی شو.»

هغه مالداران چې تر دې وړاندې د څارویو درملنې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، د دې روغتون په جوړېدو خوښ دي او د خپلې مالدارۍ د ودې لپاره یې مهم اقدام بولي.

 په مالدارۍ بوخت مسعود وايي: « موږ د دې روغتون جوړېدو ته ډېر خوښ یو، ځکه چې کله به زموږ څاروي ناروغ شول، د ډاکټرانو نه شتون له امله به تلف شول. موږ غواړو دا ډول روغتونونه نور هم ډېر شي.»

مالدار شهزادګل وايي: « اوس چې جلال اباد ښار کې د څارويو درملنې روغتون جوړ شوی، زموږ د بزګرانو او مالدارو ستونزې به ورسره هوارې شي.»

دا چې د ډېرو افغان وګړو تکیه پر کرنې او مالدارۍ ده، په همدې دوو برخو کې مسلکي ظرفیتونو او بنسټونو ډېروالی به د دې سکټور له ودې او په یاده برخه کې د پانګونې له جذب سره مرسته وکړي.
کروندګر او مالداران پر یاد مرکز سربېره په همدې برخه کې د کیفیت لرونکو ماشینونو او درملو پر راوړلو ټینګار

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist