Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/20

ننګرهار کې د مطالعې فرهنګ دودېدو او دې برخه کې د ځوانانو هڅولو په موخه د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.

مسوولین وايي،  په دې نندارتون کې دیني، ساینسي، طبي او بېلابېل ټولنیز کتابونه نندارې ته اېښودل شوي.

د نندارتون ترتیبونکی محمد جمیل وسیم وايي: « ستره موخه مو دا ده چې په ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ دود کړو او خلک او لوستونکي خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړو.»

د دې نندارتون پر مهال د خپرندویه ټولنو مسوولینو او همدارنګه ګډونوالو د مطالعې دود عامېدو په موخه د دې ډول نندارتونو پر دوام سربیره، د لیکوالانو پر ملاتړ او د دوی د اثارو چاپیدو برخه کې له دوی سره پر همکاري ټینګار وکړ.

د نندارتون ګډونوال صبغت الله وايي: « زموږ ښوونکي خواري کوي کتابونه لیکي، خو  بیا یې د چاپ وس نه لري. هیله ده په دې برخه کې همکاري وشي.»

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د لیکوالانو ملاتړ ته ژمن دي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو لیکوالانو د کتابونو چاپ کې همکاري کوي چې د چاپ لپاره مالي وس نه لري.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي: « موږ ټولو لیکوالو ته په دې برخه کې ځانګړی سهولیت رامنځته کړی. هغه لیکوال چې کتابونه یې لیکلي، خو د چاپ وس یې نه لري، دلته دې عریضه وکړي او موږ یې کتابونه په وړیا چاپوو.»

مسوولین زیاتوي، د بېلابېلو خپرندویه ټولنو په ملاتړ او همکارۍ پلان لري نږدې وخت کې د کتابونو یو ملي نندارتون په ننګرهار کې جوړ کړي.

قریشي بدلون زیاتوي: « د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نږدې راتلونکي کې د خپرندویه ټولنو، پوهنتونو او خصوصي کتابتونونو په همکارۍ په ننګرهار کې د هېواد په کچه لوی نندارتون جوړ کړو. دا نندارتون به درې ورځې ادامه ولري.»

 په ننګرهار کې د کتاب لوستنې لپاره دا نندارتون داسې مهال جوړ شوي چې څو ورځې وړاندې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په دې ولایت کې له لیکوالو سره په یوه ناسته کې دوی ته ډاډ ورکړی و چې د کتابونو د چاپ په برخه کې ورسره همکاري کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت
فرهنگ او هنر

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

د امریکا د داعش خراسان څانګې د دوو مشرانو پر موندلو جایزې اعلان کړې

اگست 27, 2026
د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

د تېلو بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه؛ حکومت دې د افغانستان خپل تېل را وباسي

اگست 27, 2026
لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

لوګزامبورګ هم هغه افغان کډوال راشړي چې په جرمي قضیو کې ښکېل پېژندل شوي

اگست 27, 2026
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

اگست 27, 2026
خوست ښار کې به د روان کال تر پایه  ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

خوست ښار کې به د روان کال تر پایه ۳۰ پرمختیایي پروژې پلې شي

اگست 27, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist