هرات کې د ایران د کونسلګرۍ د فرهنګي مرکز له لوري د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنگي اړیکو د پیاوړتیا، د هنري وړتیاوو د معرفي کولو او د هنرمندانو د تولیداتو لپاره د بازارموندنې د زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی.
د دې نندارتون په ۵۰ غرفو کې د معلولیت لرونکو کسانو په ګډون، د بېلابېلو هنرمندانو لاسي صنایع او هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
هرات کې د ایران کونسلګرۍ فرهنګي مسوول، مهدي حسیني وايي: « دغه فرهنګي او هنري نندارتون د هغو فرهنګي پروګرامونو ادامه ده چې په دې مرکز کې جوړېږي. موږ له افغان هنرمندانو او ټولنې سره ژمنه لرو چې د دوی د استعدادونو روزنې او د محصولاتو د کیفیت له لوړولو سره مرسته وکړو. موږ د همدې لپاره د افغانستان په داخل کې روزنیز کورسونه جوړ کړي او دغه راز مو په ایران کې هم د روزنې زمینه ورته برابره کړې ده.»
هنرمندان هم وایي، دا ډول پروګرامونه د دوی د هنري اثارو په معرفي کولو، د پېرودونکو په موندلو او د لاسي صنایعو د ودې په برخه کې مهم رول لري او له دې لاري دوی کولی شي د پېرودونکو په موندلو سره خپلو تولیداتو ته وده ورکړي.
د نندارتون ګډونوال، سلطان احمد وايي: « موږ دلته د پیر هرات خیریه بنسټ قلفي نندارې ته وړاندې کړې او په دې سره مو ښودلې چې دا یو لاسي صنعت دی او معلولیت ناتواني نه ده.»
ګډونوال، سردار وايي: « زه خوښ یم چې په دې نندارتون کې مې ګډون کړی او کولی شم خپل لاسي صنایع خلکو ته وښیم. دا نندارتون به موږ ته زمینه برابره کړي چې خلک زموږ سبک وپېژني او پېرودونکي پیدا کړو.»
د فرهنګي چارو شنونکي د دې ډول نندارتونونو جوړېدل د افغانستان او ایران ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي او وایي، دا ډول پروګرامونه د دواړو هېوادونو د هنرمندانو ترمنځ د تجربو، هنري مهارتونو او فرهنګي ارزښتونو د تبادلې زمینه برابروي.
د فرهنګي چارو کارپوه، جلیل احمد فیضان وايي: « د ټولنې یوه مهمه موضوع دا ده چې خپل هنري ارزښتونه نندارې ته وړاندې کړي. په دې سره به هغه کسان هم له یوبل سره وپېژني چې د هنر اهل دی او صنایع لري»
باور دا دی چې په هرات کې د بېلابېلو فرهنګي او هنري پروګرامونو جوړېدل د هنرمندانو د وړتیاوو معرفي کولو، د لاسي صنایعو د ودې او د فرهنګي فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.
دا ډول نندارتونونه د هنرمندانو ترمنځ د اړیکو او تجربو د تبادلې فرصت هم رامنځته کوي.