Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

کاه‌چیني یا له بوسو څخه د هنري اثارو جوړول یو نوی، تخنیکي او معاصر هنر دی چې په کې د بوسو یا وچو وښو له ځلېدونکو ډنډرو څخه د معرق هنر ته ورته نازک او ښکلي تابلوګانې جوړېږي.

د دې هنر یو تن ماهر، عبدالله کاظمي وایي، د کاه‌چینۍ هنر یې د ښوونځي له دورې زده کړی، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په ډېر تمرکز او جدي ډول پرې کار پیل کړی دی. هغه د بوسو په وسیله پر بېلابېلو رنګینو ټوکرونو کلمې او بېلابېل نقشونه جوړوي.

هنرمند عبدالله کاظمي وايي: « کاه چیني هم یو ډول معرق دی. په اصل کې د وښو په وسیله پر یوې ټوټې د ډیزاین کښلو ته ویل کېږي. ما خپله په دې هنر (کاه چیني) نوم اېښی دی، ځکه چې اصلي ماده یې وچ واښه دي.»

د کاه‌چینۍ هنر په ډېرو ساده امکاناتو لکه د وچو وښو، ټوکر او یو شمېر نورو لومړنیو وسایلو ترسره کېږي. کاظمي له همدې ساده موادو داسې ځانګړي او بې ساري هنري اثار جوړ کړي چې په ټولنه کې ډېر لږ کسان پرې پوهیږي.

 نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې د دې هنر د پېژندنې، پراختیا او زده‌کوونکو ته د ښوونې لپاره یې لازم ملاتړ وکړي.

عبدالله کاظمي زیاتوي: « که چېرې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر دې هنر پانګونه وکړي، نه یوازې مادي پانګونه بلکې ښايي هڅول، د اسانتیاوو جوړول او ملاتړ وي، یا هم د کاري زمینې برابرول او نړۍ ته یې معرفي کول.»

که څه هم د معرق کاشۍ او معرق لرګي هنر له پخوا راهیسې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې دود دی، خو د کاه‌چینۍ یا د بوسو معرق یو نوی نوښت دی چې په افغانستان کې تر اوسه ډېر لږ، یا هم هېڅ پرې کار نه دی شوی.

د هرات سیمه‌ییز مسوولان ژمنه کوي چې له دې نوي راټوکېدلي هنر څخه به په هرات او د هېواد په کچه هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کلتور او هنر آمر عبدالمتین عادل وايي: « اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هر هغه هنر ملاتړ کوي چې زموږ هېواد وال ورته توجه او پاملرنه کوي. موږ په ځانګړې توګه له هغو هنرونو هر اړخیز ملاتړ کوو چې اوس را ټوکېدلي او خپل ځای یې موندلی دی.»

عبدالله کاظمي د هرات ښار په زړه کې، په یوه تاریخي کاروان ‌سرای کې د کاه‌چینۍ هنر پر مخ وړي. هغه هیله لري چې د ګڼو زده‌کوونکو په روزنې سره به دا هنر په ټول افغانستان او آن له هېواده بهر هم پراخ او ور وپېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري
فرهنگ او هنر

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده
فرهنگ او هنر

د سلطان محمدخان طلايي مقبره له منځه تللو په حال کې ده

جون 1, 2026
ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي
فرهنگ او هنر

ننګرهار کې د لیکوالو ملاتړ په موخه د کتابونو ملي نندارتون جوړېږي

مې 20, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist