Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د درمل تولیدوونکو کارخونو شمېر په زیاتېدو دی

ننګرهار کې د درمل تولیدوونکو کارخونو شمېر په زیاتېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/10

په ننګرهار کې د درمل جوړونې یوازې یوه کارخونه کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه کسان په کار بوخت دي.

د دې کارخونې مالک وايي، اوسمهال هېواد کې د درمل جوړونې صنعت د پراختیا په حال کې دی او په ډېرو برخو کې هغه درمل چې وړاندې له نورو هېوادونو څخه را واردېدل، اوس په کور دننه تولیدېږي.
ننګرهار کې د درمل جوړونې د یوې کارخونې مالک نوید مسکینزی وايي: « دا خدای شکر دی اوس افغانستان کې ډېرې فابریکې فعالیت لري. اوس د هغو درملو له ۷۰ تر ۸۰ سلنه د هېواد په داخل کې تولیدوو چې پخوا له نورو هېوادونو وارېدېدل. زموږ تولیدات تضمیني او د ښه کیفیت لرونکي دي.»

د درمل جوړونې برخې متخصصین په کور دننه تولیدونکي درمل د کیفیت له اړخه د ډاډ وړ بولي او وايي، د روغتیا وزارت اړوند معیارونه يې پوره کړي دي.
د درمل جوړونې برخې متخصص الله نواز وايي: « دلته په ټولو سټندردونو او معیارونو برابر درمل تولیدېږي او له کنټرول وروسته بازار ته وړاندې کېږي. له بهره وارېدېدنکي درمل کنټرول شوي نه وي او همدارنګه لارو کې له ګرمۍ او یخنۍ سره هم مخامخېږي.»

په دې کارخونه کې په کار بوخت کارګران بیا هېواد کې د درملو د کارخونو شمېر زیاتېدو ترڅنګ، له هېوادوالو غوښتنه کوي چې په داخل کې له تولید شویو درملو ګټه واخلي.

ننګرهار کې د درمل جوړونې فابریکې کارګر لعل محمد وايي: « خلکو ته مې پیغام دا دی چې د خپلو کارخونو درمل وپېري، ځکه ښه کیفیت او کوالټي لري.»

د درمل جوړونې فابریکې یو بل کارګر لطیف الله وايي: « زه له نورو سوداګرو هم هیله لرم چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دغه راز په خپلو تولیداتو سره د ځان لپاره هم ښه ګټه وکړي.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اوسمهال نږدې شپږ سوه قلمه درمل په داخل کې تولیدېږي.

مسوولین زیاتوي، د داخلي تولیداتو ملاتړ ته ژمن دي او په دې برخه کې عملي ګامونه هم پورته شوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي: « د عامې روغتیا وزارت له کورنیو تولیداتو ملاتړ او په تړاو یې همکاري کوي. په دې وروستیو کې د داخلي تولید پر کیفیت کافي کار شوی او دغه راز د تولیدي اقلامو شمېر هم زیات شوی. اوس زموږ په هېواد کې شاوخوا ۶۰۰ قلمه درمل تولیدېږي.»

د عامې ورغتیا وزارت مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال هېواد کې د درملو جوړولو نږدې ۱۳۰ کارخونې فعالې دي چې درمل او طبي تجهیزات تولیدوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist