Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/21

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) وایي، افغانستان کې میلیونونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د اوچا دفتر زیاته کړې، په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.

یادې ادرې په افغانستان د ستونزو حل په موخه د چټک اقدام او لازم ملاتړ غوښتنه کړې، ترڅو د ډېرو انسانانو ژوند وژغورل شي.

اوچا دغه راز ویلي: « افغانستان کې د میلیونونه میندو دا هڅه د ستاینې وړ ده چې د خوارځواکۍ له ګواښ سربېره هم د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د هیلې او مقاومت هڅه کوي. د روان کال په جریان کې۴.۹ میلیونه افغان میندې او ماشومان د تغذیې ملاتړ ته جدي اړتیا لري.»

د ملګرو ملتونو یاد دفتر ټینګار کړی چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره دوامداره بشري مرستې او پر وخت اقدام ډېر مهم دی.

تېره ورځ روسیې په افغانستان کې بشري وضعیت خورا ډېر کړکېچن یاد کړ او دا څه یې د لوېدیځو هېوادونو د ناکامو سیاستونو پایله بللې وه.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت لوېديځ هېوادونه د افغانستان د بشري وضعيت د خرابېدو مسؤل بللي او وايي، له افغانستان سره د نړيوالو مرستو سياسي کول د دې کړکېچ له اصلي لاملونو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي او که د ژوند ژغورونکو او مخنیوي وړ تغذیوي پروګرامونو پراختیا ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي؛ نو دا وضعیت به لا کړکېچن شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې
روغتیا

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو
روغتیا

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي
روغتیا

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist