Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې(یو‌اېن‌او‌ډي‌سي) موندنې ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو مصرف له طبیعي او دودیزو نشه يي توکو څخه اوس د مصنوعي توکو مصرف خواته روان دی.

د دې سروې له مخې که څه هم د نشه‌يي توکو مصرف د طبیعي او دودیزو توکو تر اغېزلاندې دی، خو د ۲۰۲۲زېږدیز کال په اپرېل کې د اسلامي امارت له خوا د نشه‌يي توکو پر کښت، قاچاق او کارونې هر ډول بندیز سبب شوی چې د مصنوعي نشه يي توکو کارول زیات شي.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې مېټامفټامین، ټابلېت کا او زیکپ د نورو مصنوعي او ترکیبي ډولونو ترڅنګ هغه توکی یاد کړي چې دامهال ترې ډېره استفاده کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې استازی پولېک اوک سیري وايي: « په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د اغېزناکې مبارزې لپاره موږ ټول اړ یوو چې د مخدره توکو پر تولید، د مخدره توکو پر قاچاق او په یوه وخت دې پدېدې ته د اړتیا یا تقاضا په څېر مهمو مواردو ته رسېدنه وکړو.»

د دې ادارې د سروې له مخې، په افغانستان کې د نارینه‌وو ترڅنګ هغه ښځینه هم مخدره توکي کاروي چې تر ډېره نالوستې او عمرونه یې د ۳۳ کالو په شاوخوا کې دي.

په دې ارزونه کې دغه‌راز راغلي، مصنوعي او طبیعي نشه‌يي توکي د پلازمېنې کابل ترڅنګ په ګڼو ولایتونو کې په بېلابېل ډول کارول کېږي.

بل پلو، د روغتیا نړیوال سازمان هم دا ارزونه دقیقه او کره بولي او په افغانستان کې د دې پدیدې د ناوړه اغېزو په راکمولو او له منځه وړلو کې د همکاریو ډاډ ورکوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی اډوین سنیزا سلواډور وايي: « دا سروې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په اړه موږ ته روڼ انځور وړاندې کوي او له موږ سره مرسته کوي چې هغه ننګونې درک او وپېژنو کومې چې دامهال افغانان او ټولنې ورسره مخ دي. په دې برخه کې دقیق معلومات له موږ سره مرسته کوي چې په سمه توګه ستونزو ته رسېدنه وکړو.»

بل پلو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی وايي، اوږدې جګړې او کاواکه سیاسي وضعیت په افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدېدو بهیر چټک کړی.

سټیفن رودیګز وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له بزګرانو او کورنیو سره د نشه‌يي توکو د بدیلو لارو چارو په موندنو کې همکارۍ او مرستې شوې دي.

د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې له نشه‌يي سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو او په تېره بیا د امریکا د مرستو له کمېدو اندېښنه ښودلې او وايي، دغه کار ښايي له دې پدیدې سره مبارزه ټکنۍ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی سټېفن رودریګز وايي: « د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په افغانستان له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې خپله ښکېلتیا روانه ساتلې او په ټولنو کې یې د نشه‌يي توکو د بدیل لپاره د معیشت پر بدیلو لارو غور کړی. له ۲۰۲۶ز کال راهیسې موږ د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې تر ډېره په کې کوکنار کرل کېدل، د خپلو مرستو له لارې خلک دې ته هڅولي چې د ژوند لپاره د عوایدو دوامداره او قانوني سرچینو پر لوري لاړ شي.»

تر اوسه حکومت د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې ادارې له لوري ترسره شوې سروې او ارزونې په اړه څه نه دي ويلي.

دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت له تېرو شاوخوا نږدې درېیو کلونو راهیسې په افغانستان د نشه‌یي توکو پر کښت، تولید، قاچاق او کارونې بندیز لګولی. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانو په وینا، له دې کار سره په افغانستان کې د نشه‌‌يي توکو ګراف نږدې صفر ته راټیټ شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist