Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر کندهار کې د مور او ماشوم مړینې کمولو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

قطر کندهار کې د مور او ماشوم مړینې کمولو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

د قطر هېواد الخیریه بنسټ د افغانستان لوېدیځ کې د زون پر کچه د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي او کمولو لپاره یو تخصصي روغتون جوړوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو د قطر الخیریه بنسټ له استازو سره د دې روغتون جوړولو تړون د لاسلیک پرمهال  وویل، د دې روغتون په جوړولو سره به نه یوازې په کندهار بلکې د لوېدیځ زون پر کچه د مور او ماشوم د مړینې کچه راټيټه کړي.

دوی وايي، قطر تر دې وړاندې هم په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې او په دې برخه کې یې د لا ګډې همکارۍ او مالي تمویل غوښتنه وکړه.

د عامي روغتیا وزیر نورجلال جلالي وايي: « زه باور لرم چې د دې روغتون په جوړېدو سره به نه یوازې په کندهار ولایت بلکې په ټوله جنوبي حوزه کې د مور او ماشوم د تخصصي خدماتو اړتیا تر ډېره حده پوره شي. همدارنګه ثالثي روغتیايي خدمتونو ته به د خلکو او کورنیو لاسرسی اسانه شي.»

په ورته مهال، قطري چارواکي ډاډ ورکوي چې د روغتیايي مرکزونو د تمویل لپاره به نورې مرستې هم وکړي.

په افغانستان کې د قطر شارژدافیر مرادیف قاشوتي وايي: « دا پروژه چې د قطر د روغتیا وزارت او خیریه بنسټ له لارې پلې کېږي، په کې به ۴۰۰ بسترونه موجود وي. دا خدمتونه نه یوازې د کندهار ولایت لپاره دي بلکې د افغانستان د جنوب زون ټولو ولایتونو ته به خدمتونه وړاندې کړي.»

د عامي روغتیا وزارت د مسوولینو په خبره، یاد روغتون کې به د مور او ماشوم د درملنې تر څنګ په پنځو نورو برخو کی هم د ناروغانو درملنه کېږي او په عصري وسایلو به سمبال وي.

د عامی روغتیا وزارت ویاند داکټر شرافت زمان وايي: « دا یو داسې روغتون دی چې د مور او ماشوم ترڅنګ به د داخلې څانګې خدمات هم وړاندې کړي. په دې روغتون کې به درملتون، لابراتوار او د جراحۍ خدمتونه هم ترسره کېږي. البته په لوېدیځ زون کې د روغتیايي خدماتو کمښت دی، ځکه دا ساحه انتخاب شوې چې په دې سره د مور او ماشوم لپاره د خدماتو کمښت پوره شي.» 

چارواکو دا نه دي ویلي چې په یاد روغتون څومره لګښت راځي، خو زیاتوي چې په دوو پړواونو کې به يې چارې بشپړې شي.

د دوی په خبره، یاد روغتون به په ۱۰ زره متره مربع ځمکه کې جوړ او  تر راتلونکو دوو کلونو پورې به يې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist