Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غیاثي: د جمهوریت روغتون پر ستر روغتیايي کمپلیکس بدلوو

غیاثي: د جمهوریت روغتون پر ستر روغتیايي کمپلیکس بدلوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/18

عامې روغتیا وزارت چارواکو خپلې یو کلنې لاسته راوړنې له خبریالانو سره شریکې کړې او ادعا یې وکړه چې د تېر په پرتله یې خلکو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پراختیايي چارو مرستیال په افغانستان کې په اړینو روغتیايي وسایلو داسې سمبال روغتیايي مرکز نه شته دی، چې د هرډول ناروغیو درملنه په کې وشي او له دې امله خلک اړ دي، چې خپل ناروغان ګاونډیو او نور لرې هېوادونو ته ولېږدوي.

 ډاکټر محمد حسن غیاثي   وايي، دغه وزارت پلان لري، چې د یوستر تخصصي مرکز په جوړولو سره  بهر ته د درملنې په موخه د تګ مخه ونیسي.

د غیاثي په خبره، په دې کار پیل شوی،چې په کابل کې د جمهوریت په نوم روغتون نوم بدل او د افغانستان پر کچه یې په داسې ستر روغتیايي کمپلکس بدل کړي، چې د هر ډول درملنې امکانات په کې موجود وي.

غیاثي زیاتوي: « د دې لپاره چې ګاونډیو او لرې هېوادونو ته د افغان ناروغانو له ورتګ مخنیوی وکړو، د جمهوریت روغتون په یوه داسې تخصصي کمپلېکس بدلوو،چې د هر راز ناروغیو درملنه په کې وشي. ټاکل شوې د دې روغتون نوم هم بدل شي.»

په همدې حال کې د روغتیا وزارت چارواکي ډاډ ورکوي، چې د حوزوي او ولایتونو روغتونو په کچه به هم د روغتیايي خدماتو کچه لوړه شي او په داسې پلان کار روان دی چې له مخې یې په هره ولسوالۍ کې یو مجهز روغتون جوړ شي او لوړ کیفیت خدمتونه به وړاندې کړي.

په ورته حال کې، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده وايي، دا مهال اکثریت روغتیايي خدمتونه د وزارت له بودیجې تمویليږي او هغه بهرني ډونران په خپلو ژمنو عمل نه کوي، چې د روغتونو د تمویل ژمنې کوي.

صاحبزاده زیاتوي: «موږ به حوزوي او ولایتي روغتونونه سمبال کړو او د هرې ولسوالۍ پر کچه به یو روغتون جوړ کړو. په دې پلان کار روان دی او ورسره به د خلکو ستونزې هوارې شي. له بهرنیانو او د روغتيايي خدمتونو له ډونرانو ګیله لرو، هغه دا چې دوی پر خپلو ژمنو نه دریږي. دوی د یوه کال د تمویل ژمنه وکړي، خو دوه یا درې میاشتې وروسته خپل تمویل بند کړي.»

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وایي، په تېر یوه کال کې د ۳۵ تخصصي، ۸ حوزوي او ۲۶ ولایتي روغتونونو او دغه راز زرګونه نورو روغتيايي مرکزونو او ګرځنده ټیمونو له لارې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

د زمان، په باور د تېر په پرتله روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه پراخه شوې او د هېواد پنځه اتیا سلنه نفوس یې تر پوښښ لاندې نیولی.

زمان په دې اړه وايي: « په ټول هېواد کې ۴ زره ۲۲۱ بېلابېل ثابت روغتیايي مرکزونه او ګرځند ټیمونه لرو، چې خلکو ته د معالجوي روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.»

شرافت زمان دا هم وویل، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یې څه باندې ۵۵۰ زره ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ ویشلې دي او په ماشومانو کې یې د اختلالاتو د مخنیوي لپاره څه د پاسه ۱.۸ میلیونه تنو ماشوماتو ته د تغذیې ځانګړی پوډر ویشلی دی.

د زمان په خبره، په تېر یوه کال کې یې په نېشه يي توکو د نږدې ۲۴ زره روږدو کسانو درملنه کړې چې ښځې، ماشومان او تنکي ځوانان هم په کې شامل دي.

هغه  زیاتوي: « تېر کال په ټول هېواد کې ۲۳ زره ۶۹۲ تنو روږدو کسانو درمنله شوې، چې له ډلې یې ۱۹ زره ۳۶۸ لوی نارینه او پاتې یې ښځې او ماشومان دي.»

د روغتیا وزارت مسوولین وايي، د ایډز (ایچ.آی.وي) نري رنځ (توبرکلوز) او نور ساري  ناروغیو د تشخیص او معایناتو لپاره یې هم په ګڼ شمېر روغتونو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د دغه وزارت په کلني راپور کې راغلي، چې د تېر کال په موده کې په ټولیزه توګه بېړنیو روغتیايي خدمتونو، داخل بستر خدمتونو، لویو جراحي عملیاتو، کوچنیو عملیاتو، هیمودیالیز خدمتونو، د زیږون خدمتونو، سرطاني ناروغانو ته د خدمتونو او دغه راز د امبولانس خدمتونو په برخو کې میلیونونه تنو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist