Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عامې روغتیا وزارت: هره ورځ د کورونا وبا ضد شااوخوا ۱۵ زره کسان واکسین کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/09

د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۱۸ مه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره بشپړ چمتوالی لري.

عمر وايي، د کورونا وبا ضد واکسین په منظم ډول تطبیق کیږي او هره ورځ له لسو تر ۱۵ زرو کسان واکسین کېږي.

عمر زیاته کړه:« موږ د واکسینو لړۍ پیل کړې او د ورځې له لس زرو نیولې تر ۱۵ زره کسانو ته واکسین تطبیق کوو. دا هغه شمېرې دي،چې موږ ته رارسیږي او کیدای شي تر دې هم زیات وي. ډېر خلک معافیت ترلاسه کوي.»

خو د کورونا د نوې بڼې اومېکرون په تړاو هیڅ نه شي ویلی،ځکه تر اوسه یې په افغانستان کې د تشخیص وسایل نه شته دی.

عمر وايي، د روغتیا نړیوال سازمان ورسره ژمنه کړې،چې د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه به ورته د اومېکرون د تشخیص وسایل واستوي.

عمر زیاتوي:«له موږ سره د  روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې،چې د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه له د اومېکرون د تشخیص وسایل راولیږي. هغه کسان چې دا وسایل به کاروي، د هغوی ټریننګ به هم د روغتیا نړیوال سازمان له لوري کېږي.»

اخوا د افغان جاپان روغتون روغتیا پالان بیا وايي، اوس مهال پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر په دغه روغتون کې شااوخوا ۵۰ تنه دی.

د افغان جاپان روغتون روغتیاپال بصیر ستومان  وايي:« موږ سره د ناروغانو شمېر چې اوس مهال په بستر کې دي، او مبتلا دي. هغه له ۴۰ تر ۵۰ پورې رسیږي. خو تشخیص زموږ یوازنۍ ستونزه ده،چې هغه هم د اومېکرون په برخه کې ستونزه ده.» 

د روغتیا وزارت بیا وايي،د بستر شویو اخته کسانو ترڅنګ وړمه ورځ د دغې ناروغۍ له امله یو تن مړ شوی هم دی.

روغتیا وزارت همدا راز وايي،د کورونا د دلتا بڼې لپاره د تشخیص ۴۰ زره کېټونه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist