Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

په داسې حال کې چې روان ژمی د تېرو هغو په پرتله سوړ او د ورښتونو کچه په کې لوړه ده او له امله یې ډېری هېوادوال د خپلو کورونو تودولو لپاره په انګاریو کې د ګاز او ډبرو سکرو له سوځولو څخه کار اخلي، عامې روغتیا وزارت د تنفسي ناروغیو له ډېرېدو خبر ورکوي.

د ګازي او سکرو اړوند انګاریو کارول په ځینو مواردو کې د مسمومیت او کله نه کله د خلکو د مړینې سبب کېږي.

په همدی حال کې د عامې روغتیا وزارت ویاند په هېواد کې په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالي ته په اشارې وايي، روان کال کابو پنځه میلیون تنه هېوادوال په تنفسي ناروغیو اخته شوي.

ډاکټر شرافت زمان زیاتوي، له یادو کسانو څخه څه باندې درې میلیونه یې داسې کسان دي چې عمرونه یې له ۵ کالو زیات دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې: « له موږ سره چې د تنفسي ناروغانو کومې شمېر یا ګراف دی، ښيي چې دا ګراف پورته شوی. د تېر کال په پرتله له موږ سره پېښې څه اندازه زیاتې دي او له بده بخته په تېرو درېیو میاشتو کې موږ ته شاوخوا ۵ میلیون تنو د تنفسي ناروغیو له امله مراجعه کړې. په دغو کسانو کې شاوخوا ۳.۱ میلیون تنه هغه کسان چې عمرونه یې له ۵ کالو زیات دي او اکثریت یې د زیات عمر لرونکي کسان دي. البته ۱.۹ میلیونه هغه ناروغان دي چې عمرونه یې له پنځو کالو څخه کم دي.»

په ورته وخت کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون ډاکټران بیا د ژمي په موسم کې د کورونو ګرمولو لپاره د بې کیفیته سون توکو کارولو او د چاپېریال ککړتیا ته اشاره کوي.

دوی سپارښتنه کوي چې خلک باید د ګازي انګاریو ډبرو سکرو سوځولو په ځای چې ډېر کله د مسمومیت او مړینې سبب ګرځي، باید له لرګیو او برېښنايي انګاریو څخه کار واخلي.

د وزیر محمد اکبر خان روغتون رییس شېرعلي شاکر وايي: « خلک باید د ګازو له بخاریو او ډبو سره ډېر احتیاط وکړي. باید د ګازو د پيل لیکي په بشپړ ډول بنده کړي او بیا یې له لګولو سره احتیاط وکړي. له مسمومیت سربېره، ډېر کسان سخت سوځېدلي. باید خلک متوجه وي چې ترڅو پر خپله بخارۍ پوره اطمینان ونه لري، له کارولو دې ډډه وکړي.»                 

بله خوا، ډاکټران بیا د ګاز نیولو نښو ته په اشارې سپارښتنه کوي چې که د ګاز نیولو نښې په چا کې ولیدل شي، له هرڅه وړاندې باید ازادې هوا ته را و ایستل شي او بیا ژر تر ژره نږدې روغتون یا روغتیایي کلینک ته ورسول شي.

ډاکټر کمین صافی وايي: « کله چې څوک په کور کې په ګازو یا هم د ډبرو سکرو په دود مسموم شي، باید څومره ژر چې کېږي له کوټې و ایستل شي او په ازاده فضا کې پرېښودل شي، ترڅو پاک اوکسیجن تنفس کړي. که چېرې مسموم شوي کس ته ژر تر ژره اوکسیجن ونه رسېږي، ښايي ژوند له لاسه ورکړي. زما سپارښتنه دا ده چې څوک له ګازي بخاریو ګټه اخلي، د ویده کېدو پرمهال دې ګاز ډبه او بخارۍ له کوټې وباسي.»

د یادولو وړ ده چې د تنفسي ناروغانو په شمېر کې دا زیاتوالی داسې مهال څرګندېږي چې د ورکړل شویو راپورونو له مخې، هر کال په نړۍ کې له ۵ میلیونو زیات کسان د ککړې هوا له کبله مري او ډېری قربانیان یې د بې وزلو هېوادونو وګړي دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist