Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: د مور او ماشوم مړینې کچه باید ټیټه شي

عامې روغتیا وزارت: د مور او ماشوم مړینې کچه باید ټیټه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/21

عامې روغتيا وزارت په روغتونو کې له مسوولو کسانو غوښتنه کړې چې د مور او ماشوم د مړينې کچې کمولو لپاره هڅې زياتې کړي.

د دې وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو ریيس وايي، د زېږون پرمهال اړتيا ده چې په واټونو کې مسوول کسان د مور او ماشوم روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو په دې توګه د دوی د مړينې ګراف را ټيټ شي.

نوموړی له زېږون وړاندې او وروسته د ميندو لپاره پوهاوی هم اړين بولي او زياتوي چې له زېږون وروسته دې ماشوم د کوچنیو ناروغیو په صورت کې هم روغتون ته ورسول شي.

د عامې روغتيا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو ریيس امين‌الله مومند وايي: « کله چې مسوول کس په واټ کې د ماشوم په زېږون او درملنه کې پوره توجه وکړي، نو د مور او ماشوم د مړینې کچه کمېږي. هغه ناروغۍ چې د زیږون پرمهال مور او ماشوم ته انتقالېږي، که سمه پاملرنه وشي، د دې مخنیوی کېدای شي او کله چې د دې مخنیوی وشي، د مړینې کچه ورسره کمېږي.»

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رییس، ډاکټر وحدت الکوزی د ماشومانو د خوندیتوب او پاملرنې په موخه جوړې شوې غونډه کې د وینا پرمهال په راتلونکي کې د جدي پاملرنې څانګه کې د خدماتو د کیفیت له ښه کېدو خبر ورکوي او زیاتوي: « د عامې روغتیا وزارت د نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ له مخې به په راتلونکي کې د جدي پاملرنو برخې د خدماتو په کیفیت باندې کار وشي.»

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده. 

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) په روان ۲۰۲۵ کال د دې کچې له لا لوړېدو خبرداری ورکوی، د عامې روغتیا وزارت برعکس ادعا کوي چې افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه تر پخوا ټیټه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي
روغتیا

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist