Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/05

د فبروري څلورمه د سرطان نړیوالې ورځې سره سمون لري. په همدې مناسبت د غونډو جوړولو اساسي هدف د دې وژونکې ناروغۍ په اړه عامه د پوهاوي زیاتول دی؛ هغه چې په نړۍ کې د انسانانو د مړیني یو له سترو لاملونو ګڼل کېږي.

د عامی روغتیا وزارت چارواکو هم د همدې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې سرطاني ناروغۍ ټولنیزه، اقتصادي او انساني ننګونه بولي او وايي، د دې ناروغۍ مخنیوی د نړیوالو سازمانونو او ټولنې ګډ مسوولیت دی.

د عامي روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال وايي، هڅې روانې دي چې هېواد کې دننه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې تخصصي خدمات پراخ او معیاري شي.

د عامي روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وايي: « موږ هڅه کوو چې د سرطان اړوند تخصصي روغتیايي خدماتو ته پراختیا ورکړو، د تشخیص او درملنې لپاره ښه معیاري سیسټم رامنځته کړو، د روغتیايي پرسونل ظرفیت او د عامه پوهاوي پروګرامونه په منظم او دوامدار ډول پلي کړو.»

عامي روغتیا وزارت چارواکي دغه راز وایي، په هېواد کې د سرطاني ناروغیو ريښه ژوره ده او د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د بېلابېلو وسلو کارولو سره دا ناروغي ډېره شوې. نوموړي په دې اړه ارقام او شمېرې وړاندې نه کړل.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د زیاتېدو لاملونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، د تېرو څو لسیزو جګړو یوازې ودانۍ نه دي ویجاړې کړې بلکې د سرطان په څېر وژونکې ناروغۍ یې هم زیاتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکی هم په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو په درملنه او مخنیوي کې د نړیوالو مرستې مهمې بولي او وايي، دوی له افغانستانه څه باندې۶۰ډاکټران، نرسان او درمل جوړوونکي د انکولوژۍ، کیموټراپۍ د تطبیق او د تسکیني پاملرنې په برخه کې روزلي دي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی مېنول دلارا وايي: « موږ ژمن یو چې د پوهاوي لوړولو، پر وخت تشخیص او له سرطان څخه د پاک راتلونکي لپاره هیلې رامنځته کړو. دا موخه د مخنیوي سکریننګ، کیموتراپۍ، درملو ته د لاسرسي، جراحي انکولوژۍ او تسکیني پاملرنې په برخو کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې ترلاسه کوو.»

د روغتیا نړیوال سازمان په هرو پنځو کلونو کې د سرطان ناروغۍ په اړه څېړنه کوي او د دې سازمان د پنځو کلونو وړاندې(۲۰۲۰ کال) شمېرې ښیي چې هر کال ۲۳ زره افغانان د خولې او مرۍ په سرطان اخته کېږي.‌

بله خوا، ډېری خلک تېره اوونۍ په کابل کې د سرطان ناروغۍ د درملنې  معیاري تخصصي روغتون پرانستلو ته خوښ دي او وايي، له دې سره به له هېواده بهر د دې ناروغې د درملنې لپاره د افغانانو اتکا کمه شي.

په ورته مهال، ډاکټران  بیا د سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خلکو د پوهاوي کچې لوړول مهم بولي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د اساسي پروګرامونو پلي کولو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist