Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/05

د عامې روغتیا وزارت د هېواد روغتیايي سکټور د پراختیا او اصلاح لپاره د خپلې نوې پنځه کلنې سټراټیژۍ د جوړېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مشرتابه نورجلال جلالي وايي، دا سټراتيژي د لومړۍ، دویمې او دریمې کټه ګورۍ  روغتیايي خدمتونو پراختیا، د روغتیايي مرکزونو اصلاح، د ظرفیت لوړونه، برېښنايي روغتیايي سیسټم او د خصوصي روغتیايي سکټور پیاوړتیا په لمن کې را نیسي.

نورجلال جلالي وايي: « د عامې روغتیا وزارت نوې سټراټيژي د روغتیا بېلابېل ابعاد لکه د ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدماتو ریفورم او اصلاحات، د خصوصي روغتیايي سکټور تقویه، ظرفیت لوړونه، د برېښنايي روغتیايي سیسټم پیاوړتیا او له بېلابېلو همکارو وزارتونو سره همکاري په نظر کې نیولې ده.»

د عامې روغتیا وزیر په خبره، د دې سټراټیژۍ په عملي کېدو سره به د هېواد په روغتیايي شاخصونو کې مثبت بدلون راشي او خلکو ته به د نړیوالو معیارونو سره سم  روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

نوموړی زیاتوي، په نوې تګلاره کې د روغتیايي نظام د ځان‌بسیاینې لپاره ځانګړی تمرکز موجود دی، ترڅو افغانستان د نورو له  اړتیا خلاص او ځان بسیاینې ته ورسېږي.

جلالي په دې اړه وايي: « زموږ د سټراټيژۍ بله مهمه برخه خودکفا او پایداره روغتیايي سیسټم جوړېدل دي، ترڅو وکولی شو له انجیومحورۍ څخه لاس په سر او ځان ترې خلاص کړو. له تېرو دوو لسیزو راهیسې زموږ روغتیايي سیسټم په ډېر قوي شکل پر بهرنیو مرستو متکي پاتې شوی.»

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه په ولسوالیو کې د روغتونونو د ظرفیت لوړولو چارې هم روانې دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا وايي، د عامې روغتیا وزارت د پنځه کلنې سټراټیژۍ تدوین د هېواد د روغتیايي نظام د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی او هیله یې څرګنده کړه چې دغه پروګرام به په اغېزناکه توګه عملي شي.

نوموړي د دې سټراټیژۍ د تشرېح په مراسمو کې وویل، د تېرو جګړو له امله د افغانستان روغتیايي سکټور له سختو زیانونو سره مخ شوی، ګڼ روغتونونه زیانمن شوي او یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

عبدالسلام حنفي زیاتوي: « د تحمیلي جګړو له امله زموږ روغتیايي سکټور ته هم ډېر درانه زیانونه اوښتي. په مختلفو سیمو کې زموږ اکثریت روغتونونه بمبار شوي او پرسونل یې شهیدان شوي دي.»

حنفي دغه راز وايي، لا هم په یو شمېر ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې خلک د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او د درملنې لپاره اړ کېږي چې اوږده واټنونه ووهي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره پراخو او بنسټیزو اقداماتو ته اړتیا ده او د اوږدمهالې سټراټیژۍ جوړول کولی شي د روغتیايي نظام د پرمختګ لپاره روښانه لار برابره کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې اړه وايي: « موږ باید وکولی شو خپل اهداف په ګوته کړو، یانې دا چې موږ په راتلونکو پنځو کالو کې کوم کارونه باید ترسره کړو. د ظرفیت لوړول، تأسیس، ثانوي او ثالثي روغتونونه، د روغتونونو تجهیز او د داسې کدرونو چمتو کول چې په دغو مرکزونو کې په سمه بڼه د ناروغانو درملنه وکړای شي.»

مسوولینو د روغتیايي کادرونو روزنه او ظرفیت لوړونه هم د نوې سټراټیژۍ له مهمو برخو وبلل او له افغان متخصصینو یې وغوښتل چې له بهرنیو هېوادونو بېرته راستانه شي او د هېواد د روغتیايي سکټور په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې
روغتیا

کندهار کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې

سپتمبر 3, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ د ۱۶ تازه پېښو خبر ورکړی

اگست 27, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی
روغتیا

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی
روغتیا

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو
روغتیا

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist